Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غزني کې د محلي خبریال د وژل کېدو په وړاندې غبرګونونه

په غزني کې د محلی خبریال رحمت الله نیکزاد د وژل کېدو څرنګوالی له سختو غندنو سره مخ شوی دی.

خبریالان او له د ازادو رسنیو ملاتړي بنسټونه، حکومت د خبریالانو د امنیت په ټیګښت کې په ناکامۍ تورن وي.

په هېواد کې پر خبریالانو هدفي بریدونو د خبریالانو جدي اندېښنې راپارولې دي.

په غزني کې خبریال سیف الله مفتون وايي:«زموږ اندېښنه دا ده چې دا د خبریالانو پر کار اغېزه کوي لکه څرنګه چې باید کار وکړي کار به ونه کړي.»

د آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټونه حکومت د خبریالانو د امنیت په ټینګښت کې په ناکامۍ تورنوي.
            
د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې اجرایي رییس مجیب خلوتګر وايي:«افغان حکومت له بده مرغه د خبریالانو د امنیت د ټينګښت په برخه کې په جدي توګه د ناکامۍ شاهد دی. حکومت نه د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او نه هم د خبریالانو د پېښو په څېړنې په برخه کې کوم کار کړی دی او نه یې کوي.»

د خبریالانو د کمېټې حقوقي سلاکار قسیم رحماني حرګندوي:«د سږکال له پیله تراوسه د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۸ پېښې د خبریال د خوندیتوب په کمېټه کې ثبت شوې دي چې د هغه اووه موردونه د خبریالانو قتل دی.»

بل خوا د بښنې نړیوال سازمان او په کابل کې د امریکا سفارت په غزني کې د آزاد خبریال رحمت الله نیکزاد وژل کېدل د اندېښنې وړ بولي.

رایس ویلسون په خپل ټوېټر کې پر خبریالانو د بریدونو د درېدو غوښتنه کړې ده.
 
بل خوا طالبانو د غزني د خبریالانو د ټولنې د رییس په وژلو کې خپل لاس لرل رد کړي دی او دا ویلي یې دي چې دا پېښه د هېواد لپاره لویه ضایعه ده.

د رحمت الله نیکزاد په وژل کېدو سره په تېرو څه کم دوو میاشتو کې د وژل شویو خبریالانو شمېر پنځو تنو ته رسېدلی دی.

تر دې وړاندې یما سیاوش، الیاس داعي، ملاله میوند او فردین امیني په کابل، هلمند او ننګرهار ولایتونو کې په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي. 

شریک یي کړئ