Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د یما سیاوش کورنۍ د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا ته شکایت وکړ

بالاخره د یما سیاوش کورنۍ، د هغوی د زوی د وژنکو په پېژندلو کې د حکومت د نه همکارۍ له امله د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا ته شکایت وکړ.

په دغه شکایت لیک کې چې د یما سیاوش د پلار داوود سیاوش له خوا لیکل شوی، د هغه څه یادونه شوې ده چې د یما سیاوش د قاتل د پيژندلو په برخه کې د افغانستان بانک د سرپرست اجمل احمدي بې غوري بلل کېږي او دا احتمال مطرح کېږي چې ښایي په د افغانستان بانک کې د سیاوش جذبېدل د هغه د وژلو لپاره یوه لومه وي.

د یما سیاوش پلار د دې پېښې پر وړاندې د ولسمشر غني چلند هم له پوښتنې سره مخ کوي او ټینګار کوي چې اشرف غني کولای شوی پر اجمل احمدي او امنیتي چارواکو فشار راوړي چې د افغانستان بانک په موټر کې د چاودنې د څرنګوالي په تړاو خپل شته شواهد خپاره کړي.

د دغه شکایت لیک په دوام، له رسنیو او پارلمان سره د افغانستان بانک د سرپرست نه همکاري، د یما سیاوش او د هغه د همکارانو د وژل کېدو د پېښې په شواهدو کې د لاسوهنې لپاره هڅه بلل شوې ده؛ او ولسمشر غني له دې پېښې سره د اجمل احمدي د چلند په ملاتړ تورن شوی دی.

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی مشر عبدالمجیب خلوتګر وايي:«حکومت غواړي چې له دغه مورده ناوړه سیاسي استفاده وکړي؛ یا په بل عبارت یوه اوزاري استفاده وکړي؛ دا وژنې په طالبانو پورې تړلې وګڼي او وغواړي چې د مذاکرې پر مېزې له خبرو ډېره ګټه پورته کړي.»

اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمېسیون رییس عین‌الدین بهادري وايي:«لازمه ده چې افغان دولت د قربانیانو کورنیو ته د بریدونو له څرنګوالي یو روښانه او کلي تصویر وړاندې کړي.»

د افغانستان بانک په موټر کې د چاودنې له امله د دغه بانک رسنیز سلاکار یماسیاوش، د دغه بانک د دفتر د آمریت اجرایي مرستیال احمدالله انس او موټر چلوونکی امین الله رضايي ووژل شول، دا پېښه د سږکال تر ټولو ډېره غبرګون پارونکې پېښه وه.

رسنیز فعال نصیر احمد نوري څرګندوي:«په ځنځیري او هدفي او شکمنه توګه خبریالان او د مدني ټولنې غړي په بېلابېلو ولایتونو کې وژل کېږي او له بدغه مرغه حکومت، لکله د نورو مدني بنسټونو په څېر اعلامیه صادروي او غم شریکي کوي.»

د یما سیاوش پلار د دغه شکایت لیک په وروستۍ برخه کې د ملګروملتونو له امنیت شورا غوښتي دي چې د کورنۍ لپاره یې خوندي او بې خطره شرایط برابر کړي چې په نړیوالو محکمو کې د خپل زوی د قاتل، د دغه قتل د عامل او د هغوی د ملاتړ پر وړاندې د دعوې اقامه وکړي.

تراوسه حکومت د دغه شکایت لیک په اړه کوم غبرګونه نه دی ښودلی.

شریک یي کړئ