Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د فرشتې کوهستاني او د هغه د ورور مړي خاورو ته وسپار شول

د ښځو د حقونو په برخه کې د فعالې فرشتې کوهستاني او د ورور مړي یې، نن جمعه د کاپیسا ولایت په حصه اول کوهستان ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شول.

 فرشته کوهستانۍ او ورور یې شهرام کوهستانی د پنجشنبې ورځې په ماښام د کاپيسا د حصه اول کوهستان ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ ته نږدې د ناپېژاندو کسانو له لوري ووژل شول.

د فرشتې کوهستاني د کورنۍ غړي او خپلوان، حکومت په ځانګړې توګه امنیتي بنسټونه د هېوادوالو د ځاني امنیت په ټینګښت او د هدفي وژنو په مخنیوي کې په ناکامۍ تورن وي.
 
د فرشتې کوهستانۍ زوی مصطفي وايي:«زما مور بې ګناه وه او د دې لپاره چې وطن ته یې خدمت کاوه په شهادت ورسېده.»
  
د فرشتې کوهستانۍ له خپلوانو محمد داوود هم زیاتوي:«که چېرې دولت د دغو ترورونو مخنیوی ونه کړي موږ په خپله اقدام کوو.»

فرشتې کوهستانۍ واده کړی و او یو زوی یې درلود.

کوهستانۍ له وژل کېدو شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د ځان پر وړاندې له ګواښونو او دغه راز له دې چې امنیتي ادارو یې د ګواښونو په تړاو اندېښنو ته پاملرنه نه ده کړې شکایت کړی و.

خو د کورنیو چارو وزارت ادعا کوي چې مېرمن کوهستانۍ په رسمي توګه غوښتنه نه ده کړې چې تر ګواښ لاندې ده؛ خو ټينګار کوي چې د پلان شویو وژنو دوسیې په جدي توګه څېړل کېږي.
          
د کورنیو چارو وزارت ویاند  طارق آرین وايي:«مېرمن کوهستانۍ د کورنیو چارو له وزیر سره تعارفي لیدنه لرله چې په دې لیدنه کې یې د خپل امنیت په هکله هېڅ ډول اندېښنه مطرحه کړې نه وه او د امنیت بحث یې ثبت کړې نه دی او له بده مرغه چې تېره ورځ په نښه کړل شوه.»

ځينې ښځې د ښځو د دغو حقونو په وړاندې د امنیتي ګواښونو په هکله د امنیتي بسټونو بې پروايي، د شرم وړ ګڼي.

د ښځو د حقونو فعاله فریده کوهستانۍ څرګندوي:«تر کله به موږ هره ورځ د دغه درد او ماتم شاهد واوسو؟»
         
د ښځو د حقونو فعاله فروزان خلیلیار هم وايي:«امنیتي بنسټونه، د کورنیو چارو وزارت او دفاع وزارت څه کار کوي. دا د شرم وړ ده.»

۳۳ کلنه فرشته کوهستانۍ د ښځو د حقونو فعاله وه او د ناامنیو د دوام او په امنیتي پېښو کې یې د هېوادوالو د وژلو او دغه راز  ټولنیزو ستونزو په برخه کې د عدالت غوښتنه غږ پورته کاوه.

خو له دې ناخبره وه چې یوه ورځ به په خپله هم په یوې امنیتي پېښه کې ووژل شي.

د کورنیو چارو وزرات ادعا کوي چې مېرمن کوهستانۍ په رسمي توګه غوښتنه نه وه کړې چې تر ګواښ لاندې ده.

شریک یي کړئ