Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل کې د نننیو چاودنو د قربانیانو شمېر درې تنو ته لوړ شو

نن سهار (شنبې، د مرغومې په ۶مه) کابل د څلورو چاودنو شاهد و، چې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې شوې دي او د درې تنو ژوند یې اخیستی دی.

په دغو چاودنو کې ۱۵ تنه ټپيان شوي دي.

لومړی شپږمې امنیتي حوزې ته نږدې په پل سوخته سیمه کې د جګپوړ چارواکو د ساتنې د دیارلسم مدیریت د مرستیال پر موټر د ماین چاودنه وشوه.

د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش دفتر د دې پخلی کوي چې محمد مهدوي په دغې چاودنه کې وژل شوی دی.  

لا یو ساعت تېر شوی نه و چې د کابل په حضوري چمن کې د بلې چاودنې غږ واورېدل شو. د پېښې شاهدان وایي چې دا ماین د ټرافیک پولیسو غرفې ته نږدې وچاودېد، خو مرګ ژوبله یې نه لرله.
 
د سهار نهه بجې وې چې زوروې چاودنې د کابل ښار درېیمه امنیتي حوزه ولړزوله. دا چاودنه د پولیسو په یوه رنجر کې د اېښودل شوي ماین له امله وه چې دوه تنه په کې ووژل شول او څو تنه نور ټپیان شول.  

له دغو پېښو وروسته د کابل د ده سبز اوسېدونکو د پوځ ځواکونو پر یوه رنجر موټر د سړک غاړې د ماین چاودنې خبر ورکړ چې درې تنه په کې ټپيان شوي دي.

هېڅ یوې ډلې په کابل کې د وروستیو بریدونو مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستې او هماغسې چې د پلازمېنې د اوسېدونکو د ژوند یوه بله ورځ په وېرې سره شپه کېږي؛ دا خونړۍ پېښې هم د تازه پېښې په کېدو سره له ذهنونو پاکېږي. خو د کابل اوسېدونکې د ښې راتلونکې په هیله خپل ژوند ته دوام ورکوي.

د پلازمېنې اوسېدونکو یو بل سهار د کابل په بیلابیلو برخو کې د چاودونو په غږ سره پېل کړ.

شریک یي کړئ