Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې دماډلینګ سیالۍ؛ هغه نجونې او هلکان چې غواړي د کال ماډل شي

کابل کې کابو ۶۰ ماډلو نجونو او هلکانو د «د ۲۰۲۰ کال د ښکلا ښاغلي او اغلې» تر نامه لاندې سیالیو کې کډون کړی دی.

د دغه پروګرام جوړونکي وايي چې غواړي د نویو ماډلانو په پېژندلو سره، هغو شرکتونو او بنسټونو ته معرفي کړي چې د خپلو سوداګریزو پروګرامونو لپاره د ماډل په لټه کې دي.

د دغو سیالیو جوړونکی حامد ولي وايي:«د ۶۰ کسانو له ډلې موږ ۲۰ غوره انتخابوو او له ۲۰ غورو له ډلې ۱۰ غووره ټاکو او د ۱۰ غوره له منځه زموږ دوه اصلي عنوانونه چې د ۲۰۲۰ کال د ښکلا ښاغلی دی او د ۲۰۲۰ کال د ښکلا اغلې ده.»

د دغو سیالیو بل جوړونکی افراسیاب عرب زاده څرګندوي:«ښایسته او جذابه ځوانان جذب کړو، روزنه ورکړو او له هغې وروسته په مسلکي توګه، د افغانستان سوداګریز بازار یعنې اعلاناتو، سریالونو او فلمونو ته.»

د دغه رقابتي پروګرام جوړونکي ټينګار کوي چې د دغه پروګرام ګډون کوونکي له نورو شرکتونو او بنسټونو سره تر اشنایۍ وروسته کولای شي د هغوی په تبلیغاتي پروګرامونو کې له حضور سره، ښه کاري راتلوونکې ولري.
 
شریک یي کړئ