Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'ملي امنیت لس چیني وګړي د جاسوسۍ په تور نیولي دي'

د هند ورځپانې ټایمز رپوټ ورکړی دی چې د افغانستان ملي امنیت په کابل کې د چین وګړو یوه لس کسیزه ډله د جاسوسۍ او ترهګریزو فعالیتونو په تور نیولې ده.

هندوستان ټایمز د ډېپلوماټيکو او امنیتي سرچینو له خولې رپورټ ورکړی دی چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست، د لیندۍ په ۲۰مه د کابل په شیر پور او څلورمه کارته کې د یانګ یانګ او شاهونګ په نومونو دوه چنايي وګړي له یو اندازه چاودېدونکو توکو؛ وسلو او د کیټامین له بې هوښه کوونکي پوډر سره نیولي دي او تر هغه وروسته، اته نور چنیایي وګړي د جاسوسۍ او د یوې ترهګرې کړۍ د کنټرولو په تور نیول شوي دي.

په دغه رپوټ کې راغلي دي چې  دا کسان د چین د استخباراتي سازمان غړي دي او له حقانۍ شبکې سره یې تړاو لرلی دی؛ خو له پاکستان سره یې احتمالي تړاو نه دی روښانه شوی.

پخوانی نظامي عتیق الله امرخیل وویل:«نن زموږ دولتي اداره تر دې کچې کمزورې شوې دي چې جاسوسان او ترهګر د خلکو په کورونو کې ځای نیولی دی. او له همدې ځایه په دقت سره خپل فعالیتونه ترسره کوي. زموږ ټول دولتي فعالیتونه بې پایلې دي او دښمنان ورځ په ورځ پياوړي کېږي.»

په دې رپوټ کې راغلي دي چې بیجنګ له کابله غوښتي دي چې په دې تړاو خبرې ونه کړي، خو د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح چې له ولسمشر اشرف غني سره یې له خبرو وروسته په کابل کې د چین له سفیر سره کتلي؛ ویلي  دي چې که چین د دې کار له امله بښنه ونه غواړي؛ د دغو کسانو دوسیه به تعقیب کړي.

افغان حکومت او امنیتي ادارې په دې تړاو ځواب ویلو ته حاضرې نه دي.

هندوستان ټایمز رپوټ ورکوي چې د افغانستان د ملي امنیت له نظره د چین د استخباراتو دغو کارکوونکي غوښتل چې د ختیځ ترکستان د غورځنګ ایغوري غړي چې له طالبانو سره په همکارۍ تورن دي؛ ونیسي.

چین د دغه هېواد په سنکیانګ ولایت کې د څه باندې دوه مېلیونه ایغوریانو او نورو مسلمانو لږکیو پر ځپلو تورن دی، خو بیجنګ دا تور نه مني.

شریک یي کړئ