Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې مذاکراتو دویم پړاو په هکله د غني او عبدالله لیده کاته

د سولې مذاکراتو د دویم پړاو د پیل په درشل کې ولسمشر غني او د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله نن یوه لیدنه سره لرله او د دغو مذاکراتو د پیل په هکله یې سره خبرې وکړې.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې په دغې لیدنه کې د ملي روغې جوړې عالي شورا د تېرې ورځې پر جوړې شوې غونډې هم بحث وشو.

په خپرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر غني د سولې مذاکراتو د دویم پړاو د مخته بیولو لپاره د مرکچي پلاوي او حکومت پر ګډ کار ټینګار کړی دی.

د دغې خبرپاڼه کې همدارنګه کاږل شوي ولسمشر غني وویل چې افغان حکومت د افغانستان د سولې بهیر د ملاتړ له ډلې سره یوځای، د مذاکراتو راتلوونکي پړاونه به مخته یوسي.  

د مذاکراتو دویم پړاو

عبدالله عبدالله ټینګار کړی دی چې د سولې مذاکراتو دویم پړاو د هغه په ټاکلي وخت د مرغومې په ۱۶مه به پيل شي.

ښاغلي عبدالله چې د جمعې په ورځ د ملي روغې جوړې عالي شورا د مشرتابه کمېټې په دویمه غونډه کې وینا کوله، اعتراف وکړ چې د سولې بهیر پېچلی دی.

هغه وویل:«مهمه ده چې په هماغه نېټه د مذاکراتو دویم پړاو پیل شي.»

د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاویو په دوحه کې له ۹۳ ورځو خبرو اترو وروسته پر یوه درې اوونیز ځنډ چې د لیندلۍ له ۲۴ - د مرغومې تر ۱۶مه سره سلا شول.

ټاکل شوې ده چې تر راتلوونکو ۹ ورځو دا مذاکرات له سره پیل شي.

شریک یي کړئ