Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د غني اوعبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې پر نه عملي کېدو د دوستم نیوکې

مارشال عبدالرشید دوستم د نوي حکومت د سیاسي هوکړې پر نه عملي کېدو نیوکه کوي او ټینکار کوي چې په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره، باید دا هوکړه لیک په بشپړه توګه عملي شي.

د مارشال دوستم ویاند وايي د دې سربېره چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ له سیاسي هوکړه لیک له لاسلیک نه شاوخوا اووه میاشتې تېرېږي؛ خو لا هم د دغه هوکړه لیک د ځینو برخو پرنه پلي کېدو نیوکې شته.

داسې چې مارشال دوستم د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمېټې په دو غونډو کې ګډون نه درلود؛ خو په هغه پيغام کې یې چې پرون د بابر فرهمند له لوري ولوستل شو؛ د سیاسي هوکړې پر نه عملي کېدو نیوکه وکړه.
         
د هغه د پیغام په یوې برخه کې راغلي دي:«تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره لازمه ده چې د ملت او اوسني حکومت واقعي ګډون او د هوکړې بشپړې پلي کېدو ته پاملرنه وشي.»

سره له دې چې ښاغلی دوستم اوس مهال د هېواد تر ټولو لوړه رتبه یعني مارشالي لري او د سیاسي هوکړه لیک له مخې د ملي امنیت شورا او د دولت د عالي شورا غړی هم دی؛ خو د هېواد په شمال کې د نا امنیو د کابو کولو لپاره د اجازې پر نه ورکول کېدو نیوکه کوي.
    
د مارشال دوستم ویاند احسان نیرو وايي:«اجازه ورکړې چې مارشال صاحب کړنه وکړي چې موږ لږ تر لږه له دغې بدبختۍ او د دغه هېواد د بې ګناه خلکو له وژنې وژغورل شو.»        

د ولسي جرګې غړی ګل احمد نورزاد هم وویل:«باید هغو ژمنو ته د عمل جامه واغوستل شي ځکه چې هېواد په یوه کړکېچن حالت کې دی نور نو هېواد د کړکېچ په لور مه بیایئ.»

ځينې سیاستوال نیوکه کوي کله چې ښاغلی عبدالله د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشرۍ ته رسېد؛ د دغه هوکړه لیک د نورو بندونو عملي کېدو ته لږ لېوالتیا ښيي.
 
د اساسي قانونو پرپلي کېدو د څارنې کمېسیون پخوانی رییس ګلرحمان قاضي څرګندوي:«له ټولو مهم پرېکړه او هوډ یې دی چې باید په جرات خپل کار وکړي.»

خو د ښاغلي عبدالله ویاند په داسې حال کې چې د سیاسي هوکړه لیک پر بشپړ پلي کېدو ټینګار کوي، خو وایي چې ښاغلی عبدالله اوس مهال د سولې بهیر پر مخته بیولو بوخت دی.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي:«د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس خپلې ټولې هڅې سولې ته متمرکزې کړې دي.»

ولسمشرۍ ماڼۍ په دې تړاو څه نه وایي.

داسې چې مارشال دوستم د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمېټې په دو غونډو کې ګډون نه درلود.

شریک یي کړئ