Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې پر یوه پوځي موټر چاودنه شوې

د کابل پولیس وايي چې نن سهار (دوشنبې، د مرغومې په ۸مه) کابل ښار کې پر یوه امنیتي موتر چاودنه شوې ده.

د کابل د پولیسو خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه پېښه نن سهار ۰۷:۵۰ دقیقې هغه مهال رامنځته شوه چې د امنیتي ځواکونو یو «رنجر» ډوله موټر د کابل ښار د څلورمې حوزې په اړوند کلوله پشته سیمه کې د ماین چاودنې ښکار شو.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي چې دغې چاودنې چاته زیان نه دی رسولی.

خو د پېښې شاهدان وايی چې دغې چاودنې دوه تنه ټپيان کړي دي.

د طلوع نیوز د شمېرو پربنسټ له لسو ورځو په کمه موده کې په پلازمېنه کې د امنیت ضد پېښو کې ۲۳ تنه وژل شوي او ۷۲ تنه نور ټپيان شوي دي.   

دغه شمېرې ښيي چې په دغې موده کې ۱۵ د امنیت ضد پېښې له هغې ډلې ځانمرګي، د موتر بم چاودنه، د مقناطیسي ماینونو چاودنه او پلان شوې وژنې شوې دي.
 
شریک یي کړئ