Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملي احصایې ادارې د کارکوونکو پر موتر چاودنه؛ شپږ تنه ټپيان شوي

د کابل ښار د اوومې حوزې په اړوند ګذرګاه سیمه کې د ملي احصایې او معلوماتو ادارې د کارکوونکو پر یوه موټر ماین چاودنه شوې ده.

د کابل پولیسو وايي چې دغه پېښه په یوه بایسکل کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده او په دغې پېښه کې شپږ تنه ولسي وګړي ټپيان شوي دي.

د په یوه ورځ کې په کابل ښار کې دویمه چاودنه ده چې کېږي.

لومړنۍ چاودنه نن سهار ۰۷:۵۰ دقیقې هغه مهال رامنځته شوه چې د امنیتي ځواکونو یو «رنجر» ډوله موټر د کابل ښار د څلورمې حوزې په اړوند کلوله پشته سیمه کې د ماین چاودنې ښکار شو.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي چې دغې چاودنې چاته زیان نه دی رسولی.

خو د پېښې شاهدان وايی چې دغې چاودنې دوه تنه ټپيان کړي دي. 

د کابل پولیس وايي چې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته (دوشنبې، د مرغومې په ۸مه) د کابل ښار په اوومه ناحیه کې رامنځته شوې ده.

شریک یي کړئ