Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تېر یوه کال کې نړۍ کې ۵۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي

د بې پولې خبریالانو سازمان د رپوټ له مخې افغانستان په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې د خبریالانو لپاره یو له پنځو خطرناکو هېوادونو پېژندل شوی دی.

د دغه رپوټ د راغلو جزیاتو پر بنسټ، په ۲۰۲۰ کال کې په نړۍ کې ۵۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په پلان شوي توګه وژل شوي دي. چې د دغو وژنو له ډلې شپږ پېښې په افغانستان کې ثبت شوې دي.

د دغه رپوت پربنسټ مکسیکو د اتو پېښو، عراق د شپږو پېښو، افغانستان د پنځو پېښو او پاکستان او هند دواړه د څلورو، څلورو پېښو په ثبتولو سره په ۲۰۲۰ کال کې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو لپاره تر ټولو خطرناک هېوادونه پېژندل شوي دي.
 
 په بې پولې خبریالانو سازمان کې د افغانستان ایران او تاجیکستان د دفتر مسوول رضا معیني وايي:«د ترور او وحشت موخه د ازادې اطلاع رسونه ده. د ازادې اطلاع رسونې د وژلو موخه ده او په ځانګړې توګه په دغو شرایطو کې چې د سولې خبرې اترې پيلېږي او خلک خلک د ولې لپاره باید د هر خوځښت له څرنګوالي خبر وي. د ملګرو ملتونو سازمان، نړیواله ټولنه او د افغانستان دولت درې واړه په دې برخه کې مسوول دي.»

د بې پولې خبریالانو سازمان د یما سیاوش، فردین امیني او رحمت الله نیکزاد د وژلو پېښې د خبریالانو د پلان شویو وژنو په دغه رپوټ کې نه دي شاملې کړي او وایي چې یما سیاوش له ۲۰۱۴ کال وروسته د خبریالۍ په برخه کې فعالیت نه درلود، د فردین امیني د وژل کېدو د څرنګوالي په تړاو څېړنې پای ته نه دي رسېدلي او په غزني کې د رحمت الله نیکزاد د وژل کېدو پېښه هم هغه مهال شوې چې دا رپوټ تړل شوی و.
        
په کابل کې خبریال رفیع الفتي وویل:«له بده مرغه په دې وروستیو کې د خبریالانو د وژنې مسوولیت هېڅوک نه مني موږ د دغه وضعیت په اړه اندېښمن یوو او له یوه ناپېژاندل شوي دښمن سره مخ یوو او حکومت هم موږ ته سم ځواب نه وړاندې کوي.»

د دغه رپوټ په جزیاتو کې راغلي دي چې په ۲۰۲۰ کال کې په نړۍ کې د خبریالانو اته شپېته سلنه پلان شوې پېښې د سولې په حال کې هېوادونو کې شوي دي خو ۳۲ سلنه نورې هدفي وژنې د جګړې په حال کې هېوادونو کې شوې دي.

په کابل کې خبریال منصور نېکمل وايي:«په دې وروستیو کې پر خبریالانو، سیاسي او مدني تولنې فعالانو بریدونه زیات شوي دي چې دغو پېښو زموږ پر کار اغېزه کړې ده.»

بل خوا د ملي امنیت رییس وایي چې د یما سیاوش په وژنه کې د لاس لرلو په تور درې تنه نیول شوي دي.

د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج څرګندوي:«درې تنه نیول شوي چې په نېغه توګه په دغې پېښه کې لاس لري. موږ دا د دې لپاره رسنیز نه کړل چې موږ د دوی د اعترافونو پربنسټ باید څو نور کسان ونیسو چې زموږ وېره دا ده چې د ټولو جزیاتو له افشا سره هغه کس زموږ له منګولو ونه ژغورل شي.»

یما سیاوس، الیاس داعي، ملاله میوند، فردین امیني او رحمت الله نیکزاد هغه پنځه خبریالانو دي چې يوازې په تطرو دوو میاشتو کې په هېواد کې وژل شوي دي.

شریک یي کړئ