Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'د اسلامي نظام جوړېدو لپاره پلمه باید د سولې پر وړاندې خنډ نه شي'

د هېواد د لوېدیځې حوزې د علماوو او روحانیونو شورا وايي چې د طالبانو له لوري د اسلامي نظام پلمه باید د سولې د مذاکراتو مانع نه شي.

د دغې شورا رییس وايي چې د طالبانو له لوري د فرمایشي اسلام مطرح کول د منلو وړ نه دي او د اسلامي نظام په هکله یوازې د هېواد دیني علما پرېکړه کولای شي.

دغه دیني عالمان د هرات په لوی جامع جومات کې د یوې غونډې پر مهال په هېواد کې روانه جګړه له پوښتنې سره مخ کوي او هغه مسلمان وژنه ګڼي.

 د لوېدیځ د علماوو شورا وایي چې د طالبانو له لوري د اسلامي نظام مطرح کول څرګند نه دي، او د اسلامي نظام په تړاو یوازې د هېواد دیني عالمان پرېکړه کولای شي.

په لوېدیځې حوزه کې د علماوو شورا رییس مولوي خداداد صالح وايي:«شیعه هم حق لري، سني هم حق لري، هندو هم په افغانستان کې حق لري، په هغه کې د ملت د ټولو طبقو حقونونه وسنجول شي. موږ هغه فرمایشي اسلام چې یو لوری بل لوري ته یې وغواړي هغه ته نه وایوو، هغه اسلام چې قران ویلي، موږ په افغانستان کې جید علما لرو. مفسر او محدث علما لرو، کېنئ او ووایئ چې څه ډول حکومت - ایا پرېکړه هغوی نیسي.»

مولوي خدا داد صالح وایي چې په هېواد کې روانه جګړه د اسلامي نړۍ د سترو عالمانو له لوري حرامه بلل شوې ده او دا جګړه یوازې مسلمان وژنه ده. 

ښاغلي صالح زیاته کړه:«نور جګړه معنا او مفهوم نه لري، باید سوله وکړو، دا جګړه نور پر موږ تحمیل وي، تاسې هم پوهېږئ، موږ هم پوهېږو، ټول ملت پوهېږي چې افغانان دا جګړه نه غواړي، طالب یې هم نه غواړي، پر طالب هم تپل شوې، دولت یې هم نه غواړي.»

ځينې دیني عالمان د طالبانو او حکومت له لوري د اوربند د اعلانېدو غوښتنه کوي.
 
د هرات حج او اوقافو رییس عبدالخالق حقاني څرګندوي:«د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو اترو دویم پړاو چې د جنورۍ پر پنځه یعنې شپږ ورځې وروسته په قطر کې پيلېږي، علمای کرام ټول د سولې له بهیره ملاتړ کوي، موږ د هغه نظام غوښتونکي یوو چې په هغه نظام کې ټول بېلابېلې طبقې، بېلابېل قومونه، ډلې، مذاهب او ټول ځانونه په هغه کې وویني.»

بل خوا د هرات والي وایي چې طالبانو په هېواد په تېره بیا ښارونو کې د تاوتریخوالي په زیاتولو سره سولې او ټیکاو ته د رسېدو په برخه کې خلک ناهیلي کړي دي.
 
 د هرات والي سید وحید قتالي وايي:«هغه کړنې چې اوس زموږ په ښارونو کې ترسره کېږي موږ دا د طالبانو له شبکو لېرې نه وینوو، موږ هم د دې غوښتونکي یوو چې طالبانو داسې کړنې، چې ترهګرو  ډلو په تېرو شلو کلونو کې په سیمه کې کړي دي په دې کړنو لاس نه دی پورې کړی. زموږ اطلاعاتي شبکې پیاوړې دي، ټول د ترورونو پر سرچینو پوهېږو چې پوځي فشار راوړ به هڅ درد دوا نه کړي.»

دا دیني عالمان په داسې حال کې په هېواد کې د اوربند او د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه کوي ټاکل شوې ده چې د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو تر یوې بلې اوونۍ د قطر په دوحه کې له سره پېل شي.
 
د هېواد د لوېدیځ وزن لسګونه تنه دیني عالمان د هرات په لوی جامع جومات کې د یوې غونډې پر مهال په هېواد کې روانه جګړه له پوښتنې سره مخ کوي او هغه مسلمان وژنه ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه