Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملي پوځ د هوايي ځواکونو یو پیلوټ کندهار کې ترور شو

د ۲۰۵ اتل قول اردو د دې پخلی کوي چې د هېواد د هوايي ځواکونو یو پیلوټ مسعود اتل نن غرمه مهال (چهارشنبې، د مرغومې په ۱۰مه) په کندهار ولایت کې ترور شوی دی.

چارواکي زیاتوي چې دغه پیلوټ د کندهار ښار د څورلسمې حوزې په اړوند سیمه کې د ناپېژنده وسله والو له خوا وژل شوی دی.

چارواکو په دې هکله ډېر جزیات نه دي وړاندي کړي، خو وايي چې په دې هکله څېړنې روانې دي.

تراسه د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې.

هدفي وژنې

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وايي چې د هدفي او پلان شویو وژنو او د ماین چاودنو تر شا د طالبانو لاس دی.

مسعود اندرابي تېره ورځ (سې شنبې، د مرغومې په ۹مه) مشرانو جرګې ته د امنیتي وضعیت په هکله په توضیحاتو کې وویل چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړه لیک وروسته، دغې ډلې د سولې په مذاکراتو کې د امتیاز اخیستو لپاره خپل بریدونه زیات کړي دي.

ښاغلی اندرابي زیاته کړه چې طالبان د ځمکې د نیولو لپاره په سترو بریدونو کې ناکام شوي دي او خپل جنګیالي یې د ماینونو د چاودنې او هدفي وژنو لپاره سمبال کړي دي.

د هغه په وینا، د ځينو نیول شویو کسانو له اعترافونو داسې ښکاري چې د دوحې له هوکړې وروسته، طالبانو په لوګر ولایت کې د «عبیده» په نامه یوه ډله جوړه کړه چې د دغې ډلې موخه د دولتي کارکوونکو، خبریالانو او د مدني ټولنې د فعالانو ترور دی چې د هغوی له وژنو سره شور ماشور جوړ کړي.

هغه همدرانګه له ملي امنیت سره په همغږۍ کې د پلان شویو وژنو د عاملانو د پېژندلو لپاره په بېلابېلو برخو کې د دغه وزارت د پروګرامونو له ترسراوي هم خبر ورکوي.

بلخوا د ملي امنیت عمومي ریاست رییس احمد ضیا سراج چې هغه هم مشرانو جرګې ته وربلل شوی او د وینا پر مهال یې وویل چې له ډله یزوو بریدونو نیولې د مقناطیسي ماینونو تر چاودنو په تېر یوه کال کې، طالبانو څه باندې ۱۸ زره او ۲۰۰ بریدونه کړي دي.   

هغه د دغو بریدونو ۹۹ سلنه پرړه پر طالبانو اچوي او وايي چې داعش ډله په پاتې یوه سلنه کې دخیله ده.

هغه زیاته کړه چې د تېر یوه کابل په لړ کې ۶ زره او ۱۰۰ تنه نیول شوي دي چې له دې ډلې ۳ زره او ۶۰۰ تنه یې په ترهګریزو پېښو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.

ښاغلي سراج زیاته کړه چې د ملي امنیت ځواکونو معلومات د دې ښودنه کوي چې د نیول شویو کسانو په دله کې ۷۰ تنه یې په هدفي وژنو کې د لاس لرلو او اووه تنه نور هم د ځآنمرګي برید د ترسراوي د هڅو په تور نیول شوي دي.

شریک یي کړئ