Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له کندوز تر کابله؛دهغې مورعدالت غوښتنه چې بچیان یې جګړې معلول کړي

هغه مور چې درې سرتېري زامن یې له ترهګرۍ سره په جګړه کې معلول شوي دي، د عدالت غوښتنې لپاره له کندوزه کابل ته راغلې ده.
  
ملکه، دا مور وایي چې د سمیع الله په نامه یې د یوه زوی لاس چې د عامه امن او نظم د پولیسو سرتېری و، د کندوز د ۱۳۹۵ کال جګړو کې پرې شو.

بل زوی یې نقیب الله چې د پوځ سرتېری و، د هرات په تورغنډۍ ولسوالۍ کې د یوه ماین په چاودنه کې ټپي شو او پښه یې پرې شوه.
د دې مور درېیم زوی هم سږکال خپلې پوستې ته نږدې د ماین په چاودنه کې سخت ټپي شوی او سترګې یې زیانمنې شوي دي.
   
د ټپي او معلولو سرتېرو مور ملکه وايي:«زامن مې ټپيان شول ومې نه ژړل. خپل ټیکرۍ مې له سره واخیست او په ملا مې وتړه چې هغه روغتون ته بوځم. ومې ویل چې اوس مې زوی ټپي شوی، ولسمشر په فرقه او قطعه کې نه دی چې هغه روغتون ته بوځي. هیله کوم چې ولسمشر خپله لنګۍ په خپله ملا وتړي یا له افغانستانه ولاړ شي یا یوه ارامي راولي، دا څه وضعیت دی!»

دا مور وایي کله چې یې زور په څلور سوه بستریز روغتون کې بستر و؛ د زوی درمل یې په خپله وپېرل او هېڅوک حاضر نه دي چې د دې د زامنو د درملنې لپاره مرسته وکړي:«خپل زامن چې ویم اعصاب مې خرابېږي. وایم چې ځان ټوټه ټوټه کړم.»

په دې تړاو ونه توانېدو چې د ملي دفاع وزارت لیدلوری ترلاسه کړو. 

دا لومړی ځل نه دی چې د امنیتي ځواکونو د ټيپیانو اود قربانیانور کورنۍ د دوی ستونزو ته پر نه پاملرنې نیوکه کوي، سره له دې چې امنیتي ادارې د معلولو سرتېرو د شمېر په تړاو معلومات نه ورکوي، د دغو ځواکونو ډېری معلولان په بد اقتصادي او ټولنیز وضعیت کې ژوند کوي.

شریک یي کړئ