Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې چاودنې د یوه کس ژوند واخیست او دوه یې ټپیان کړل

کابل کې پر یوه کرولا ډوله موټر د ماین چاودنې له کبله یو کس ژوند بایلود او دوه نور ټپیان شول.

پېښه نن پنجشنبې(د مرغومې په ۱۱مه نېټه) سهار ۸:۱۵ دقیقې د اوومې حوزې په چلهستون سیمه کې وشوه.

د کابل پولیس وايي د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

په همدې حال کې یوه سرچینه څرګندوي چې چاودنه د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې د کارکوونکو پر موټر شوې ده.

د چارو ادارې رییس، فضل فضلي وايي نن سهار د کابل چهلستون سیمه کې د یادې ادارې د مشاورینو د چارو د انسجام ریاست د مرستیال، محمدجاوید ولي پر موټر چاودنه شوې او پایله کې یې ښاغلی ولي ټپي شوی دی.

ښاغلي فضلي زیاته کړې چې پېښه کې د ښاغلي ولي موټرچلونکي، بهرام الدین ژوند بایللی دی.

د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

شریک یي کړئ