Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پېژنتون د خدمتونو مرکز؛ د پولیسو ستونزو ته د رسېدو بهیر چټک شوی

د کورنیو چارو وزارت، په دغه وزارت کې د پولیسو ځواکونو د ستونزو د حل لپاره د پېژنتون د خدمتونو مرکز جوړ کړی دی.

شاوخوا دوه میاشتې کېږي چې د کورنیو چارو وزارت د پېژندتون د خدمتونو مرکز د امنیتي ځواکونو پر ستونزو په تېره بیا د پولیسو ځواکونو د ګمارنو او کاري رتبو د لوړولو په برخه کې پر ستونزو د غور لپاره جوړ شوی دی.

د ورځې لسګونه امنیتي سرتېري د خپلو ستونزو د حل کولو لپاره دغه مرکز ته ورځي، خو لاهم د امنیتي ځواکونو ځينې منسوبان له ننګونو سره مخ دي.

د کورنیو چارو وزارت د عامه خدمتونو د مرکز رییس کامران نوري وايي:«له بستي تعیین، له تبدیلۍ، د هغو کسانو له تقاعد چې غیرحاضري لري ټول کارونه یې د پېژنتون خدمتونو تر مرکز کې تر یوه چت لاندې ترسره کېږي.»

د کورنیو چارو وزیر تر دې وړاندې ویلي و، چې د پېژندتون د خدمتونو د مرکز په رامنځته کېدو سره به د پولیس سرتېرو د بې برخلیکتوب ستونزې له منځه ولاړې شي.
  
هغه د مرغومې په ۹مه نېټه ویلي و:«د کورنیو چارو وزارت پېژنتون چې نوی پرانیستل شوی عریضې او د کورنیو چارو وزیر لاسلیک ته اړتیا نه لري.»

خو سره له دې هم یو شمېر پولیس افسران شکایت کوي چې رتبه نه شی کولای رتبه واخلي او یا هم په هغو برخو کې چې غواړي کار وکړي.

پخوانی پولیس افسر محمد عباس وايي:«د واسطې موضوع ده. معتمد په هېڅ قانون کې نه تبدیلېږي. زه د پولیسو اکاډمۍ محصل یم.»

پخوانی پولیس افسر عبدالعزیز هم وویل:«د ترفیع لپاره مې څو ځله اسناد ولېږل زموږ ترفیع اجرا نه شوه.»

د کورنیو چارو وزارت د پېژندتون د خدمتونو د مرکز ډېری کارکوونکې مېرمنې دي .
 
د کورنیو چارو  وزارت د شمېرو له مخې اوس مهال ۱۶۰ زره پولیس سرتېري او افسران معاشونه تر لاسه کوي.

د کورنیو چارو وزارت د پېژندتون د خدمتونو د مرکز ډېری کارکوونکې مېرمنې دي.

شریک یي کړئ