Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خبریالان : حکومت د خبریالانو د امینت ټينګښت په کار کې ناکام دي

ځينې خبریالان او د اطلاعاتو او کلتور وزارت حکومت په ځانګړې توګه امنیتي بنسټونه د خبریالانو د امنیت په ټينګښت کې په ناکامۍ تورن وي.

په داسې حال کې چې په کابل کې د امریکا سفارت د خبریالانو ترور غندي او د بسم الله عادل د وژل کېدو پېښه ټکان ورکوونکې ګني. د اطلاعاتو او کلتور وزارت له ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې غواړي چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او  ګواښونو د پای ته رسولو لپاره لاس په کار شي.
    
د ولسي جرګې له لوري د حکومت د اطلاعاتو او  کلتور رد شوی وزیر طاهر زهیر څرګنده کړه:«لږ تر لږه د مهمو سیاسي او امنیتي بنسټونو په څو کیلومټرۍ کې څوک دې نه وژل کېږي.»

دغه خبریالان د حکومت هغه اعلامیې چې د خبریالانو له وژنې وروسته خپرېږي، اغوا کوونکي ګڼي او وايي چې له خبریالانو د حکومت ملاتړ یوازې د اعلامیو تر لیکو پورې دی.
 
خبریال بصیر فطري وايي:«هېڅکله دوی په عمل کې له دغه کار ته اقدام نه دی کړی او یوازې پر سطحې بوخت دي.»

دا خبریالان وایي چې په تېرو دوو میاشتو کې په کابل کې یما سیاوش او فردین امیني، په ننګرهار کې ملاله میوند، په هلمند کې الیاس داعي، په غزني کې رحمت الله نېکزاد په غور کې عادل ایماق او  ځينې نور رسنیز فعالان او د مدني ټولنې فعالان ترور شوي دي.    

خبریال ذبیح الله دوراندیش وویل:«کله چې افغان حکومت د بیان ازادۍ ته ژمنتیا لري، ولې د یما سیاوش د قتل دوسیه نه روښانېږي؟ ولې د مرکزي بانک رییس معلومات نه ورکوي.»
 
تر اوسه طالبانو د خبریالانو د وژلو د پېښې د مسوولیت له اخیستو ډډه کړې ده، خو د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي یو غړی طالبانو د دغو قتلونو مسوول بولي او وايي چې طالبان له رسنیو وېره لري او طالبانو ته یو جنرال او خبریال یو شان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وویل:«موږ د خبریالانو، مدني ټولنې او بشري حقونو پر وړاندې د ګواښونو د لېرې کولو لپاره جدي کارکوو.»
        
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی عبدالحفیظ منصور زیاته کړه:«د دغو ټولو پېښو تر شا - که چېرې خبریال شهیدېږي یا عام خلک - طالب لوری دی.»

د افغانستان د خبریالانو مرکز د ۲۰۲۰ کال له پېل راهیسې د ۲۰۲۱ کال تر لومړۍ ورځې د اتو تنو رسنیزو کارکوونکو د وژنې د پېښو په ګډون د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۱۱۲ پېښو د ثبتېدو خبر ورکوي.

په کابل کې د امریکا سفارت د خبریالانو ترور غندي او د بسم الله عادل د وژل کېدو پېښه ټکان ورکوونکې ګني.

شریک یي کړئ