Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'د مذاکراتو دویم پړاو به د هېواد راتلوونکي نظام په هکله وي'

د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي غړي وايي چې له طالبانو سره د سولې مذاکراتو په دویم پړاو کې به د هېواد د راتلوونکي نظام د څرنګوالي په هکله وي.

له دې ډلې د سولې مرکچي پلاوي غړی عبدالحفیظ وايي چې طالبان دیني بهیر نه دی او د مذاکراتو په دویم پړاو کې، دیني او سیاسي بحثونه به نه وي او یوازې په راتلوونکي حکومت کې د واک د وېش په اړه به بحث وي.

د سولې د مرکچي پلاوي دا غړی وایي چې له طالبانو سره په  درې میاشتنۍ مذاکرې کې دې پایلې ته رسېدلی دی چې طالبان هېڅ مثبت بدلون نه دی کړی .
         
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی عبدالحفیظ منصور وايي:«وې ویل چې طالبانو بدلون کړی. وې ویل چې طالبان هغه پخواني طالبان نه دي. زما پېژاند او ارزونه دا ثابتوي چې د طالبانو ذهنیت هېڅ ډول بدلون نه دی کړی.»

ښاغلی منصور وایي چې د طالبانو اصلي پرېکړه کوونکي د هغوی سیاستوال نه بلکې د دې ډلې جنګیالي دي.

د سولې د مرکچي پلاوي دا غړی وایي چې طالبان د حکومت او جمهوریت په نوم څه نه پېژني.

ښاغلی منصور په داسې حال کې چې د جمهوریت په ټیم کې د اجماع پر نشتوالي نیوکه کوي؛ د اوسني وضعیت یوازینۍ حل لار د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو په ساتنې سره د لنډ مهالي حکومت جوړېدل ګڼي.
 
هغه زیاتوي:«که چېرې نظام وساتل شي، او ارزښتونه په خپل ځای وي او له دې ځایه هغه ځای ته د یوه کس تلل او د یوه بل کس له راتګ سره موږ سولې ته رسېږو زه فکر کوم چې دا په دغې بیې ارزي.»   

خو  په دې غونډه کې د سولې د مرکچي پلاوي ځينې غړي په داسې حال کې د اوسني نطام د ارزښتونو پر ساتلو ټینګار کوي، وایي چې د سولې مذاکراتو په دویم پړاو کې به د دوی بحث تر ډېره له طالبانو سره د راتلونکي نظام د جوړېدو پر څرنګوالي وي.
   
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی غلام فاروق مجروح څرګندوي:«په افغانستان کې ځوان نسل ژوند کوي او د علم خاوندان دي او د پوهې خاوندان دي او دا نسل د دورې نسل نه دی.»

بل خوا د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمېټې ځينې غړو او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړو په سپېدار ماڼۍ کې له یو بل سره کتلي دي.

په یوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې غونډه کې بحثونه د نظرونو پر یو کولو او  د مذاکراتو په دویم پړاو کې د مرکچي پلاوي لپاره د لارښود پر جوړولو راټول وو.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو دویم پړاو د روانې لمریزې میاشتې پر ۱۶مه نېټه په دوحه کې پیل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه