Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د غور غږ راډيو مسوول مدیر بسم الله عادل خاورو ته وسپارل شو

د غور غږ راډیو مسوول مدیر بسم الله عادل مړی چې د جمعې په مازدیګر په غور ولایت کې ترور شو خاورو ته وسپارل شو.

د ښاغلي عادل جنازه د تیمور درې په کلي کې چېرته چې په یوه پلان شوي برید کې ووژل شو، خاورو ته وسپارل شو.

د بسم الله عادل پلار د خپل زوی د وژونکو د پېژندلو او هغوی ته د سزا ورکولو غوښتنه کوي.
  
د بسم الله عادل پلار ګل محمد وايي:«ژر تر ژره باید د ګران زوی دښمنان مې د قانون منګولو ته وسپارل شي؛ که چېرې حکومت دا کار ونه کړي شونې ده چې زه په خپله - الحمدالله قوم لرم او نور اولادونه هم لرم - په عملي کار لاس پورې کړم.»

د بسم الله عادل ورور لالاګل هم وویل:«د دغه هېواد دښمنانو پرې نه ښودل چې ورور مې وده وکړي. وې نه غوښتل چې د خلکو د عدالت غوښتنې غږ پورته کړي.»

ځينې خبریالان او د بسم الله عادل خپلوان وایي چې دغه ځایي خبریال په سخت وضعیت کې د غور د محرومو خلکو غږ ته د خپلې راډیو له لارې انعکاس ورکاوه.
 
خبریال علاء الدین محمدي وايي:«د افغانستان د خبریالۍ ټولنې ته ستر زیان دی. موږ له حکومت او نړیوالې ټولنې غواړو چې دغه موضوع په جدي توګه وڅېړي.»

په هېواد کې پر خبریالانو او  د مدني ټولنې پر فعالانو د بریدونو پر زیاتېدو د اندېښنو په لړ کې ځينې خبریالان او د مدني ټولنې فعالان په هرات کې د یوې خبري ناستې پر مهال دا بریدونه غندي.

په هرات کې د مدني ټولنې فعاله نوریه افغان څرګندوي:«موږ د هرات ولایت د مدني ټولنې فعالان او ځوانان له طالب ډلې غواړو چې زموږ وژنه دې بس کړي. موږ بې پرې یوو او زموږ هېڅ یو هم له هېڅ لوري سره تړاو نه لري.»

خبریال خلیل رسولي وايي:«په دغو دسیسو او ترور پسې ډېر ستر لاسونه دي او له دې سره مینه لری چې د ملت غږ چوپ کړي.»

په وروستیو میاشتو کې په هېواد کې پر خبریالانو او د مدني ټولنې پر فعالانو د بریدونو زیاتېدو پراخې اندېښنې راپارولې دي. سره له دې چې هېڅ یوې ډلې د دغو بریدونو مسوولیت نه دی منلی، حکومت وایي چې دا بریدونه د طالبانو کار دی، خو طالبان په دغه راز برید کې خپل لاس لرل ردوي.

شریک یي کړئ