Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ولسي جرګې پر غړي امیر محمد خاکسار د غلو وسله وال برید

وسله والو غلو د ولسي جرګې د غړو امیر محمد خاکسار پر موټرو له برید سره، د نوي یو موټر او د هغه د ساتونکي یوه وسله له ځان سره وړې ده.

پرون شپه د ولسي جرګې د غړي امیر محمد خاکسار پر درېیو تنو ساتونکو هغه مهال د وسله والو غلو له لوري ډزې وشوې چې غوښتل یې په درېیمه حوزه کې له پولې سرخ سیمې تېر شي.
 
د پېښې شاهدان وایي چې غله د پولیسو په رنجر کې سپاره وو.

د شاهدان په وینا په دغې پېښه کې د ښاخلي خاکسار درې ساتونکي ټپيان شوي او همدارنګه یو غل هم وژل شوی دی.

د پېښې یو شاهد عزت الله وايي:«غله راغلل او د موټر دروازه یې خلاصه کړه. زه له موټر سره ولاړ وم. زما له پښو سره یې ډزې وکړې او زه ولاړم وروسته یې پربل کس ډزې وکړې.»
 
امیر محمد خاکسار وایي چې په خپله په موټر کې نه و:«هلته عیني شاهدان وو. وې ویل چې یو رنجر موټر راغی او زما د ساتونکو پر وړاندې ودرېدل. زما درې ساتوونکي یې ټپيان کړي دي.»

د کابل اوسېدونکي وایي چې جنایي پېښو خورا ډېرې ستونزې رامنځته کړي دي. دوی د کابل پولیس د دغه راز پېښو په کابو کولو کې په ناتوانۍ تورنوي.
 
د کابل اوسېدونکی عبدالستار څرګندوي:«د کابل امنیتي وضعیت ډېر خراب شوی.»

د کابل اوسېدونکی میرویس هم وايي:«دا څه ډول حکومت دی؟ که چېرې حکومت وي، باید فعالیت وکړي او حکومتوالي وکړي.»

د کورنیو چارو وزارت دې پوښتنې ته چې غلو څنګه د پولیسو جامې اغوستې وې او د پولیسو په رنجر کې سپاره وو؛ دقیق ځواب نه ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وویل:«زموږ کشفي او استخباراتي برخې په شدت کار کوي.»

په تېره یوه اوونۍ کې په کابل کې پر جنایي پېښو سربېره اووه چاودنې هم شوي دي چې له امله یې څلور تنه وژل شوي دي.

شریک یي کړئ