Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کانونو پخوانی وزیر په ۱۳ میاشتو بند محکوم شو

د کانونو او پټرولیم پخوانی وزیر وحیدالله شهراني د خپلې دندې له واکونو څخه د ناوړې استفادې په تور په یوه کال او یوې میاشتې تنفیذي بند او د یو نیم مېلیون ډالرو پر ورکړې محکوم شو.

ستره محکمه وايي چې ښاغلی شهراني د هرات ولایت د سمنټو کارخونې د جوړېدو په تړون او همدارنګه د دغه ولایت په کرخ ولسوالۍ کې د پهلوانانو ډبرو سکرو کان په تړون کې، له یوه ایراني شرکت سره د خپلې دندې له واکونو په ناوړې استفادې تورن و.

په غونډه کې محکمې ووویل چې د کانونو وزارت په دغو تړونونو کې نه و توانېدلی چې یو نیم مېلیون ډالره د شرکت د تامین پیسې ورکړي او له همدې امله له زیان سره مخامخ شوی و.

خو ښاغلی شهراني د دندې له ناوړه استفادې تورونه نه مني.  

شریک یي کړئ