Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سولې مذاکراتو دویم پړاو؛ د افغانستان مرکچي پلاوی سبا دوحې ته ځي

ټاکل شوې ده چې سبا دوشنبې(د مرغومې په ۱۵مه) د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی د سولې مذاکراتو دویم پړاو کې د ګډون لپاره دوحې ته ولاړ شي.

تمه کېږي چې دغه پلاوی د خپلو وروستیو سلامشورو جزییات له ولسمشر غني سره هم شریک کړي او د دغه پلاوي غړي به دوحې ته له سفر مخکې د ملي روغې جوړې عالي شورا د مشرتابه کمېټې په غونډه کې هم ګډون وکړي.
  
ټاکل شوې چې تر دوو نورو ورځو د مذاکراتو دویم پړاو  پېل شي، هغه مذاکرات چې د جګړې د پای ته رسېدو او دغه راز یوې سیاسي هوکړې لپاره ډېر مهم بلل کېږي.
        
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی غلام فاروق مجروح وايي:«د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي د افغانستان له بېلابېلو سیاسي، ټولنیزو او کلتوري طبقو سره له سلامشورې وروسته له خیره قطر ته به ولاړ شي.»

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري هم وویل:«د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی د سولې مذاکراتو دویم پړاو د پيل په منظور په ټاکلي وخت د مذاکراتو په ځای کې وي.» 

د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي د ملي روغې جوړې د عالي شورا له مشرتابه کمېټې سره درې ځلې لیدلي دي او ټاکل شوې ده سبا هم د سولې د عالي شورا له مشرتابه کمېټې سره وګوري.

دغه پلاوي به د یکشنبې پر شپه له ولسمشر غني سره هم د سولې بهیر په تړاو وروستۍ سلا مشورې وکړي.
                  
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال څرګنده کړه:«ولسمشر هغوی ته لارښونه کړې ده چې باید د افغانستان له بېلابېلو طبقو سره سلامشورې وکړي. هغوی سلامشورې وکړې او ټاکل شوې ده چې د مشورو دغه رپوټ رییس جمهور ته وړاندې کړي.»

خو دا پلاوی په داسې حال کې تر دوو نورو ورځو د سولې مذاکرات دویم پړاو پېلوي چې دا پلاوی تر یوې ورځې مخکې پورې د سیاسي اختلافونو له شتوالي اندېښمن و، او ټینګار یې وکړ چې طالبان د لنډمهالي حکومت د جوړېدو غوښتونکي دي.
            
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی عبدالحفیظ منصور په دې هکله وايي:«هغوی د یوه لنډ مهالي حکومت د راوستو غوښتونکي دي، خو د سیمې ډېری هېوادونه دا پروګرام د امریکا پروګرام ګڼي.»

په دوحه کې د سولې مذاکرات په داسې حال کې له سره پېلېږي چې له ډېورند کرښې اخوا د طالبانو مرکزونو ته پر نه پاملرنې او د مذاکراتو له بهیر سره هم مهاله د تاوتریخوالي پر زیاتوالي نیوکه کېږي.

په اسټرالیا کې د افغانستان چارو شنونکی ویلم میلي څرګنده کړه:«د افغانستان د سولې بهیر یوه له بنسټيزو ستونزو دا ده چې په پاکستان کې د طالبانو پناه ځایونه بابیز وګڼل شول. طالبانو ته هلته د آی اېس آی له لوري وسله ورکول کېږي او ملاتړ یې کېږي. هغه څه چې د ملابرادر د لیدنې پر مهال څرګنده توګه ولېدل شول چې له طالبانو د پاکستان ملاتړ تر کومې کچې دی.»

د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاوي له شلو ورځو راهیسې په داسې حال کې د مذاکراتو د اجنډا په تړاو پر سلا مشورو بوخت دي چې اوربند د جمهوریت د مرکچي پلاوي له لومړيتوبونو دی؛ خو طالبان وایي چې پر راتلونکي نظام له هوکړې وروسته به د اوربند  په تړاو بحث وکړي.

شریک یي کړئ