Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پومپيو د څرګندونو په هکله د ارګ او مشرانو جرګې غبرګون

په افغانستان کې د امریکا د ماموریت د بریا په هکله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو څرګندونو او دا چې په تېر یوه کال کې افغانستان کې هېڅ امریکایی سرتېری نه دی وژل شوی له غبرګونونو سره مخ شوي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ پومپيو د دغو څرګندونو په غبرګون کې وايي چې امریکايي سرتېري د دې لپاره نه دي وژل شوي چې طالبانو له افغانانو سره جګړې ته زور ورکړ.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال په دې اړه وویل:«د بهرنیو ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه د دې لپاره صفر شوې ده چې اوس جګړې یوازې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره دي. طالبان اوس یوازې د افغانستان د خلکو او حکومت په وړاندې جنګېږي.»

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادی مسلمیار هم د مایک پومپيو څرګندونې د شرم وړ ګڼي او وايي په داسې حال کې چې په تېر یوه کال کې هېڅ امریکایی سرتېری نه دی وژل شوی، خو په دې موده کې په زرګونه افغان ولسي وګړي او پوځيان وژل شوي دي.
             
هغه زیاتوي:«دا بریا دې د امریکا په ګډون طالبانو ته دې هم مبارک وي او له دې سره هم مهاله طالبانو ته هم وایم چې د دغه وطن بچیان، د مدني ټولنې فعالان، خبریالان چې د خلکو دردونه منعکس کوي او تاسې هغوی وژنئ تاسو ته یې مبارکي وایم.»

د ډانالډ ټرمپ د حکومت د پای ته رسېدو په درشل کې مایک پومپیو په یو لړ ټوېټونو کې په افغانستان کې د واشنګټن ماموریت ته اشاره کوي او وایي چې د امریکا تېر حکومت هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د کمولو غوښتونکی و، خو خپلې موخې ته ونه رسېد.

دا جګپوړی امریکایی ډېپلوماټ ټينګار کوي چې د القاعده  شبکې د له منځه وړلو لپاره په افغانستان کې د زرګونه تنه امریکایي سرتېرو حضور ته اړتیا نشته او د سولې له خبرو سره همهاله په تېر یوه کال کې په افغانستان کې ان د یوه امریکایي سرتېري نه وژل کېدل هم د واشنګټن د ماموریت لپاره مهم بولي .

خو په تېر یوه کال کې د هیڅ یوه امریکایي سرتېري د نه وژل کېدو په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر دريځ په داسې حال کې له غبرګونونو سره مخ شوی دی چې امنیتي سرچینې تاییدوي چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د هېواد په شاوخوا شلو ولایتونو کې جګړې روانې وې او په منځنۍ توګه په هرو څلرویشتو ساعتونو کې شاوخوا شل پوځيان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

واشنګټن په داسې حال کې د القاعدې پر وړاندې خپل ماموریت له پرمختګونو سره مل ګڼي چې د افغانستان حکومت په دې تړاو بیل لیدلوری لري . 

امریکا په داسې حال کې په تېر یوه کال کې د خپل هیڅ سرتېري د نه وژل کېدو خبره کوي چې په افغانستان کې د ملګرو د ملتونو د سازمان د استازولۍ د موندنو له مخې د دوه زرو یوویشتم میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې دوه زرو سل ملیکیان وژل شوي دي او څه باندې درې زرو اته سوه نور ملکیان ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ