د کورنیو چارو وزیر، مسعود اندرابي د طالبانو په وړاندې د افغان ځواکونو د عملیاتي واحدونو د فعالیت له پیله خبر ورکړ.
ښاغلي اندرابي چې نن(دوشنبې د مرغومې په ۱۵مه نېټه) ولسي جرګې ته د امنیتي حالت په تړاو مالومات ورکول زیاته کړه، دغه یرغلییز واحدونه د ملي امنیت، ملي اردو او ملي پولیسو تشکیل شوي او هر ځای چې د طالبانو بریدونو په تړاو راپور رسیږي، دوی به یې ضد اقدام کوي.
ښاغلي اندرابي وايي طالبان راتلونکي پسرلي کې د جګړې لپاره چمتووالی نیسي، خو افغان څواکونه به هم له بشپړه چتوالي سره د دوی پروړاندې عمل کوي.
هغه همداراز د هېواد ځینو پرخو په ځانګړې توګه د هېواد په سویل کې د سیمو نیولو لپاره په اوبو د طالبانو د پلان له لاهو کولو خبر ورکوي او زیاتوي چې په دې وروستیو څو میاشتو کې کندهار او هلمند کې کابو زر طالب وسله وال وژل شوی دي.
د کورنیو چارو وزارت هېواد کې د هدفي وژنو په تړاو طالبان ګرم بولي او زیاتوي چې یاده ډله په رسنیو کې د غږ پورته کېدو لپاره په هدفي وژنو لاس پورې کوي.
په همدې حال کې د هېواد د ملي امنیت عمومی رییس، احمدضیاء سراج وايي چې طالبانو (امریکا سره) د سولې هوکړې پر ژمنو عمل نه دی کړی او له بهرنیو ترهګرو ډلو سره یې خپلو اړیکو ته دوام ورکړی دی.
ښاغلی سراج هم د افغان ځواکونو عملیاتي واحدونو په تړاو وايي چې له وړتیاوو به یې د بلواګرو پر وړاندې استفاده وشي.