د بغلان ولایت سیمه ییز مسوولیت د بغلان ـ سمنګانو لویې لارې په اوږدو کې د شپږو طالب وسله والو له وژل کېدو خبر ورکوي.
د یاد ولایت امنیه قومندان، محمدویس صمیمي څرګندوي چې د افغان ځواکونو ګډون پوځي عملیاتو کې څلور طالب وسله وال ټپیان شوي هم دي.
ښاغلی صمیمي د پوځي عملیاتو موخه د طالبانو له شتونه د یادې لویې لارې پاکول بولي.
د بغلان امنیتي چارواکو پوځي عملیاتو کې افغان ځواکونو ته د اوښتې احتمالي مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.
طالبانو د افغان ځواکونو برید کې ورته اوښتې مرګ ژوبله نه ده منلې.
په همدې حال کې د بغلان ـ سمنګانو لویې لارې تلونکي او راتلونکي موټر چلوونکي له اخاذیو شکاست لري.