Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خلیلزاد کابل کې له دوه ورځني حضور سره لاهم له غني سره نه دي لیدلي

نن دویمه ورځ ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی له افغان سیاستوالو سره پر کتنو بوخت دی. خو تراوسه یې له ولسمشر غني سره نه دي لیدلي.

د افغانستان له سیاسته خبرې سرچینې وايي چې شونې ده د لنډ مهالي حکومت طرحه مطرح وي او له همدې امله ولسمشر غني تراوسه له زلمي خلیلزاد سره لیدو ته لېوالتیا نه ده ښودلې.

خلیلزاد د دوشنبې په ورځ کابل ته راغی. هغه په دې موده کې له عبدالله عبدالله، حامدکرزي، عبدرب الرسول سیاف، حنیف اتمر او حمدالله محب سره کتلي دي؛ خو په ارګ کې سرچینې وایي چې ولسمشر غني نه دي غوښتي چې له خلیل زاد سره وګوري .

د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی په دې هکله وايي:«یوه ډېر جدي پیغام چې د خلیلزاد له خولې په چټکتیا سره د لنډمهالي حکومت طرحه مطرح کېږي او په چټکه ورته اقدامات نیول کېږي د دې ښودنه کوي چې امریکایان د قضیې حل په لنډ مهالي حکومت کې ویني.» 

ولسمشرۍ ماڼۍ نه غواړي چې له زلمي خلیل زاد سره د ښاغلي غني د نه کتلو لامل په ډاګه کړي، خو په ارګ کې سرچینې وايي چې د ولسمشر غني پیغامونه د ښاغلي اتمر، ښاغلي محمود فضلي او ښاغلي محب له لوري زلمي خلیل زاد ته رسول شوي دي.

د ملي امنیت د مشاوریت ویاند رحمت الله اندړ وویل:«د ملي امنیت شورا سلاکار د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې په افغانستان کې پر اوربند ټينګار کړی دی.»

د ملي روغې جوړې د عالي شوراغړی سید اسحاق ګیلاني هم په دې باوردی چې ولسمشر غني له دې امله له زلمي خلیل زاد سره نه دي کتلي چې په احتمالي توګه د لنډمهالي حکومت طرحه په پام کې ده:«هغه کسان چې لندمهاله حکومت غواړي د بي عقل له امله نه دی، بلکې هوښیارانه دی؛ د دې لپاره چې په افغانستان کې د وینې تویدنې مخه ونیول شي.»

رحمت الله نبیل پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال تر مې میاشتې یعنې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو تر مودې پورې به نه جمهوریت او نه امارت مطرح وي؛ بلکې افغانستان به ډېر ژر «د اسلامي دولت» په نوم د یوه نظام د جوړېدو شاهد وي.
 
خو د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي چې په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت له راتګ سره به نظام له منځه ولاړ شي:«د لنډ مهالې ادارې مطرح کول یعنې د اساسي قانون لغوه کېدل او له منځه تلل دي.»   

ترې دې وړاندې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي یوه غړي ویلي و چې طالبان هم د لنډمهالي حکومت د جوړېدو غوښتونکي دي، خو په داسې حال کې چې تمه کېده په قطر کې پرون د سولې مذاکرات له سره پېل شي، تر اوسه دا مذاکرات نه دي پېل شوي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړې حبیبه سرابي څرګندوي:«دا ځل به موږ پر اجنډا زښته زیات سخت بحثونه ولرو.»
                  
آزاد خبریال سمیع یوسفزی هم وايي:«د طالبانو پلاوي پاکستان ته له درې ورځني رسمي سفر او همدارنګه له درې اوونیز غیر رسمي سفر وروسته، ځينې مشران یې بېرته دوحې ته راستانه شول.»

تر دې وړاندې طالبانو ویلي دي چې د راتلونکي نظام د جوړېدو د څرنګوالي په تړاو بحث د دې ډلې له لومړیتوبونو دی، خو د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی وایي چې د اوربند ټينګښت د دې ډلې لومړیتوب دی او د راتلونکي نظام په تړاو بحثونه یې د مذاکراتو د دې پړاو تر ټولو ناندریز بحثونه بللي دي.

شریک یي کړئ