Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شهراني: ولسمشر د محاکمې په بهیر کې مې لاسوهنه کړې ده

د کانونو او پټرولیم پخوانی وزیر وحیدالله شهراني چې په دې وروستیو کې په ۱۳ میاشتو بند او د یو نیم مېلیونو افغانیو په ورکړې محکوم شوی، ادعا کوي چې ولسمشر د هغه د محاکمې په بهیر کې لاسوهنه کړې ده.

ښاغلي شهراني او د هغه ته نږدې کسان د هېواد د لوی څارنوال له خولې وايي چې ولسمشر د عدلي او قضايي بنسټونو په کار کې له لاسوهنې سره، د هغه د بند او جریمې ټاکل په خپله ولسمشر ټاکلي دي.

ښاغلي شهراني پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې ولسمشر په خپله محکمې ته امر کړی چې دی زنداني او جریمه کړي.
 
د شهراني له خپلوانو حشمت الله شهراني وايي:«په درېیمه جلسه کې نوی څارنوال پيدا شو او بله ادعا یې کړې ده. دوسیه یې راوړې ده او له دلیل، استدلال له اورسېدو پرته پرېکړه نیول شوې ده.» 

وحیدالله شهراني ته نږدې کسان وایي چې له څو ورځو راهیسې په دې تړاو معلومات نه لري چې نوموړی چېرته او څه ډول ساتل کېږي.
 
د ولسي جرګې غړې نوریه حمیدي څرګنده کړه:«که چېرې جمهور رییس صاحب پر ښاغلي شهراني لګول شوي تورونه لرل، باید څارنوالۍ ته معرفی کړی وای او له هغه څېړنه شوې وای.»

ارګ په دې تړاو څه نه وایي خو د لویې څارنوالۍ ویاند، ښاغلي شهراني ته د نږدې کسانو ادعاوې ردوي.
 
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وویل:«هغو کسانو چې په تېر کې احساس کاوه، د خپلو دغو غلاوو او دریځونو تر شا خوندي پاتې کېږي او هېڅکله یې په خپل لور د قانون او عدالت د لاسونو رسېدلو خیال او فکر یې نه کاوه، که چېرې نن د محاکمې مېز ته کاږل کېږي د عامله ذهنیتونو د خرابولو لپاره په داسې کارونو لاس پورې کوي چې د بنسټونو اعتبار زیانمن کړي.»

وحیدالله  شهراني په هرات کې د سمنټو د یوې کارخونې او په دغه ولایت کې د پهلوانانو د ‌ډبرو سکرو د کان په تړون کې له خپلې دندې نه د ناوړه ګټې اخیستنې له امله مجرم وپېژندل شو او په دیارلس میاشتو بند او د یو نیم مېلیون ډالرو پر ورکړې محکوم شو.

وحیدالله شهراني له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۳ز کاله د ولسمشر کرزي په کابینه کې د کانونو او پطرولیم د وزیر په توګه کارکړی دی.
 
وحیدالله شهراني څو ورځې مخکې د وزیرانو د ځانګړې محکمې له خوا په ۱۳ میاشتو بند او د یو نیم مېلیونو ډالرو په ورکړې محکوم شو.

شریک یي کړئ