Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'حکومت د چینايي جاسوسانو له ازادولو سره قانون تر پښو لاندې کړی'

د ولسي جرګې امنیتي او استخباراتي کمېسیون غړي وايي چې حکومت لس چینايي جاسوسان چې په دې وروستیو کې نیول شوي وو، ازاد کړي دي، هغه کار چې د دغه کمېسیون په وینا د قانون تر پښو لاندې کول دي.

د دغه کمېسیون رییس خان اغا رضايي وايي چې بیجنګ له افغان حکومت سره ژمنه کړې چې دغه جاسوسان به په چین کې محاکمه شي، خو د هغه په وینا دا کار عملي نه دی.

د ښاغلي رضايي د معلوماتو پربنسټ، له هغې لږ وروسته کله چې امنیتي ځواکونو دغه جاسوسان په کابل کې ونیول، د ولسمشرۍ ماڼۍ ځانګړو ځواکونو هغوی له ځان سره بوتلل او اجازه یې ورنه کړه چې د امنیتي ځواکونو له خوا ترې پلټنې وشي.

د ولسي جرګې د امنیتي او استخباراتي کمېسیون رییس خان آغا رضايي زیاتوي:«له بده مرغه د افغانستان امنیتي ځواکونو ته حتا د څېړنې موکه هم ورنه کړل شوه دوی ونیول شول؛ یوه ورځ وروسته یې افغان حکومت مداخله وکړه، دوی اخلي، یوه چارتر الوتکه راځي ټول یې بیايي.»

د ولسي جرګې د امنیتي کمېسیون د موندنو له مخې چین ژمنه کړې ده چې دغه جاسوسان به په هغه هېواد کې محاکمه کړي، خو د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون دا کار عملي نه بولي.

د ولسي جرګې د امنیتي او استخباراتي کمېسیون غړې روبینا جلالي هم وايي:«جاسوسان دې کابل ښار ته راشي، په کابل کې دې ځای ونیسي او ټول مسایل په لاس کې ونیسي؛ او بیا هغو د حکومت له خوا ومنل شي؛ دا د منلو وړ نه ده.»

سره له دې چې هندي رسنیو د ولسمشر غني له لوري د یوې ښځې په ګډون د لسو چینايي جاسوسانو د بښلو خبر ورکړی دی او چین ته یې د هغوی په لېږدولو کې د امرالله صالح او حمیدالله محب د رول خبره کړې ده، خو پوښتنه دا ده چې دغه جاسوسان په کابل کې پر کومو کارونو بوخت وو.
                
یو شمېر سیاستوال وایي چې د ولسمشر غني له لوري د چینایي جاسونو د ژر خوشي کېدو یو لامل ښایي د هېواد د سولې بهیر کې له  افغان حکومته د چین د ملاتړ راخپلول وي .
     
د لغمان پخوانی والي آصف ننګ وویل:«دا یوه ډېره کوچنۍ بیه ده، د دې په پرتله چې موږ خپلې ډیپلوماټيکې او دوه اړخیزې اړیکې وساتو. زما په اند دا یوه عادي خبره ده.»

د هندوستان ټایمز رپوټ ورکړی دی چې لس چینايي جاسوسان درویشت ورځې په افغانستان کې ونیول شول او وروسته د چین حکومت په یوې چارتر الوتکه کې له کابله و اېستل شول .

شریک یي کړئ