Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

طالبان: د 'سولې او اسلامي نظام' مخالفان د هدفي ترورونو عامل دي

په هېواد کې د هدفي او پلان شویو ترورونو د غبرګونونو په لړ کې، چې افغان حکومت د هغه عامل طالبان ګڼي، دغه ډله وايي چې د دغې کار تر شا هغه کسان دي چې د سولې او «اسلامي نظام» مخالف دي. 

طالبانو په هغې خبرپاڼه کې چې نن وروسته له غرمې (چهارشنبې، د مرغومې په ۱۷مه) خپره کړې ده راغلي دي چې د دین عالمان، خبریالان او سیاسي څېرې د دغېډلې پوځي موخې نه دي او د هغوی ترور په کلکه غندي.

د دغې اعلامیې په یوې برخه کې راغلي دي:«اسلامي امارت ټولو نړیوالو او هېوادوالو ته څرګندوي چې هغه عناصر او کړۍ دې وپېژني چې په دغه حساس پړاو کې په داسې کارونو لاس پورې کوي چې اوبې خړې او ماهي په کې ونیسي.»

د تېرو دولسو میاشتو په لړ کې، افغانستان کې د خپرونو څلور چلوونکي، څلور خبریالان، او یو تصویر اخیستوونکی د ترهګریزو پېښو په پایله کې وژل شوي دي.

په لښکرګاه کې د سمون راډیو د خپرونو چلوونکی سفر محمد اتل، په فیروز کوه کې د غور راډیو د خپرونو چلوونکی احمد خان نوید، په کابل کې د خورشید ټلوېزون خبریال میرواحد شاه امیري، په خورشید ټلوېزون کې تصویر اخیستونکی شفیق ذبیح الله، په کابل کې د طلوع نیوز د سیاسي خپرونو چلوونکی یما سیاوش، په لښکر ګاه کې د آزادي راډیو خبریال الیاس داعي او په جلال آباد کې د انعکاس ټلوېزیون د خپرونو چلوونکې ملاله میوند، په غزني کې آزاد خبریال رحمت الله نیکزاد او په غور کې خبریال بسم الله عادل هغه خبریالان، تصویر اخیستونکی او د خپرونو چلوونکي دي چې د تېرو دولسو میاشتو په لړ کې وژل شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز څېړنې ښيي چې تر اوسه د خپرونو د دوو چلوونکو په قتل کې داعش د یوه خبریال او یوه تصویر اخیستونکي په قتل کې طالبان او د خپرونو د دوو نورو چلوونکو په قتل ناپېژاندي کسان تورن دي او نورو خبریالانو د هدفي وژنو عاملان تر اوسه څرګند شوي نه دي.

خو حکومت تل د دغو پېښو مسوول طالبان ګڼي دي.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ویاند هم طالبان یې د خبریالانو او مدني ټولنې د غړو هدفي وژنو کې په لاس لرلو تورن کړي دي.

خبریالان، د رسنیو او مدني ټولنې فعالان په داسې حال کې ترور کېږي چې ټاکل شوې ده د سولې مذاکرات په دوحه کې له سره پیل شي. د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو مرکچي پلاوي دم ګړۍ په دوحه کې دي.

ټاکل شوې وه چې د سولې خبرې اترې نن له سره پیل شي، خو سرچینې وايي چې دغه خبرې تراوسه نه دي پيل شوي.

د سولې مذاکراتو د لومړي پړوا د اوږدېدو او ځنډېدو بیه په افغانستان کې د سلګونو د رسنیو د فعالانو او خبریالانو ترور وو؛ هغه ترورونه چې روښانه نه ده د هغه تر شا د کومو ډلو لاسونه دي.

اوس هم داسې اندېښنې شته چې د سولې مذاکراتو د دویم پړاو په پيل کې ځنډ او د مذاکراتو بهیر اوږدېدل به د قربانیانو نوملړ اوږد کړي.  

شریک یي کړئ