د سولې مذاکراتو دویم پړاو نن ماښام (چهارشنبې، د مرغومې په ۱۷مه) د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو د مرکچي پلاویو ترمنځ په دوحه کې پيل شو.
په دوحه کې د طالبانو د مرکچي پلاوي ویاند ډاکټر محمد نعیم وايي چې نن ماښام د یوې مقدماتي ناستې په ترڅ کې د مذاکراتو دویم پړاو پيل شو.
ښاغلی نعیم همدارنګه زیاتوي چې ټاکل شوې د راتلوونکې شنبې په ورځ د داوړو لوریو ټاکل شوې ډلې د اجنډا په هکله د موضوعګانو پر څېړول کار پیل کړي.
دا مذاکرات چې ټاکل شوې وو تېره ورځ (سې شنبې د مرغومې په ۱۶مه) پیل شي؛ خو له یوې ورځې ځنډ سره پيل شول.
د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو د مرکچي پلاویو ترمنځ د سولې مذاکراتو لومړی پړاو د لیندلۍ میاشتې په ۲۴مه پای ته ورسېد او اوس دواړه لوري له درېیو اوونیو ځنډ وروسته مذاکرات له سره پیل کړل.
هغه څه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی وايي په افغانستان کې د راتلوونکي نظام د پر څرنګوالي او او اوربند پر ټینګښت بحث، د دغه پړاو له مهمو موضوعګانو ګڼي.
په دې اړه مو اندونه