Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندز او ارزګان کې ۱۱ سرتېرو ژوند بایلود

کندز کې د طالبانو برید پایله کې د شپږو افغان سرتېرو ژوند بایلللی دی.

د کندز ولایتي شورا غړی، امرالدین ولي نن(پنجشنبې د مرغومې په ۱۸مه نېټه) وايي چې په وژل شویو سرتېرو کې څلور تنه د ملي اردو او دوه پولیس شامل دي.

د هغه په وینا پېښه تېره شپه شوې او طالبانو د ملي اردو ۵سرتېري له ځانه سره بېولي دي.

د ولایتي شورا دا غړی همداراز څرګندوي چې پوسته نسکوره شوې ده.

په همدې حال کې د ارزګان ولایت سیمه ییز مسوولین تېره شپه د طالبانو برید پایله کې د پنځو افغان سرتېرو له ژوند بایللو او د پنځو له ټپي کېدو خبر ورکوي.

د ارزګان والي، محمدعمر شېرزاد وايي ترینکوټ کې طالبانو پر دوو پوستو دوه بېل موتر بم او ډله ییز بریدونه کړي او ځوابي برید کې د یادې ډلې ۱۱ غړي وژل شوي.

شریک یي کړئ