Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هدفي وژنې؛ کابل کې یوه پيلوټ او دوو نورو کسانو ژوند بایلود

هېواد کې د هدفي وژنو لړۍ په دوام ناپېژاندو وسل والو کابل کې یو یو پیلوټ، د لوړ پوړو چارواکو د ساتنې یو افسر او یو ولسي وګړی ووژل.

له دې منځه د لوړ پوړو چارواکو د ساتنې ریاست د وژل شوي افسر د کورنۍ غړي امنیتي بنسټونه د دغه ډول بریدونو په مخنیوي کې ناکامه ګڼي.

دوی وايي، زوی یې کوژده کړې وه او ټاکل شوې وه چې، په راتلونکي پسرلي کې یې د واده مراسم ترسره شي.

له دې سره سم، کابل مېشتي بیا د افغانستان په زړه کې د دغه ډول پېښو د ترسره کېدو دوام د شرم وړ ګڼي.

آرش سیر د جګپوړو چارواکو د ساتنې د ریاست افسر و چې د چهارشنبې پر ماښام د کابل ښار د یارلسمې حوزې اړوند قلعه واحد سیمه کې د خپل کور مخې ته د ناپيژاندو وسله والو په برید کې ووژل شو .
 
  د سیر ورور، شعیب وايي:«ټوله ورځ وژنه، ټوله ورځ قتل او قتال، زما ورور ساده کس نه و، دولتي و او خپله ولسمشرۍ ماڼۍ کې یې دنده درلوده.»

 د سیر ملګری، پرویز زیاتوي:«که نشي کولی چې څوکۍ مخکې ته یوسي، نو د خدای په خاطر دې څوکۍ خوشې کړي. تر کله به خلک رنځ وړي او ژاړي به.»      

آرش په دې وروستیو کې کوژدن شوی و او تمه کېده چې د راروان کال په  پسرلي کې واده وکړي.
هغه له خپلو ټولو هیلو سره خاورو ته وسپارل شو.
 
د کابل اوسېدونکی، جمشید څرګندوي:«دا پوښتنه که د افغانستان له پنځه کلن ماشوم نه هم وپوښتې وايي چې دوی ناکام دي. دوی په هېڅ توګه حکومت نشي کولی. د خلکو او خپلو کارکوونکو امنیت نشي تامینولی.»    

د کابل پنځمه امنیتي حوزه چې  په وروستیو اونیو کې د کابل په یوې تر ټولو نامنې سیمې بدله شوې ده؛ بیا هم د امنیت ضد پېښو شاهده وه.

امنیتي سرچینې وایي چې ناپيژاندو وسله والو ددې حوزې په فاضل بیک سیمه کې د معاملاتو د لارښوونې پر یوه دفتر په برید سره د هوایي ځواکونو یو پېلوټ او یو ملکي کس وواژه اویو تن بل یې ټپي کړ.
 
د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق آرین وايي:«د هدفي وژنو څپه چې رامنځته شوې ده، طالبان په کې ښکېل دي. طالبان او حقاني چې د دغې ډلې مرستیاله ده، د داعش تر نامه لاندې ترهګریز فعالیتونه کوي.»    

په دې  وروستیو کې هدفي بریدونو او د ماین چاودونو د پلازمېنې په ګډون په لویو ښارونو کې د هوادوالو پر وړاندې جدي ګواښونه رامنځته کړي دي.

وروستیو څو میاشتو کې د سولې خبرو پیل سره هم مهاله هېواد کې هدفي وژنې زیاتې شوې دي

شریک یي کړئ