Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هوايي برید کې د ملکيانو وژل کېدو په تړاو د هلمند د اوسېدونکو ادعا

په هلمند کې د یوې کورنۍ غړي ادعا کوي چې تېره شپه يې پر کور د هوايي بمبار له امله د کورنۍ پنځه تنه غړي وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

بلخوا د هلمند ولایتي شورا رییس تاییدوي چي دغه برید د هوايي ځواکونو له لوري د ملکي وګړو پر کور شوی دی او د یوې کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون لس غړو ته پکي مرګ ژوبله اوښتي ده.

خو د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي د پيښي د څرنګوالي په اړه يي پلټني پیل کړي دي، خو تر اوسه دا په ډاګه نده چې دغه ملکي وګړي څه ډول وژل شوي دي.

جمعه خان چې د کندهار ولایت اوسیدونکی دی او لنډ وخت کې د لښکرګاه ښار لسمې امنیتي حوزې بُشران سیمې ته را کډه شوی و.

تېره شپه يې پر کور د هوايي بمبار له امله دوې لوڼې او درې زامن وژل شوي او د کورنۍ پنځه تنه نور غړي يي ټپیان شوي دي.

هغه وايي:«زه ماښام کور کي نه وم، چې خبر شوم ویل پر کور دې بمبار شوی دی چې ومې کتل دوې لوڼې او دري زامن مې وژل شوي وو او د کور نور پنځه تنه هم ټپیان دي او اوس روغتون کي بستر دي.»

د یادې سیمې اوسیدونکو د جمعه خان د کورنۍ د وژل شویو غړو جسدونه په لښکرګاه ښار کې د ولایت ودانۍ مخې ته د اعتراض په موخه ایښي دي او د عدالت غوښتنه کوي.

د پېښې شاهد، محمد نعیم وايي:«ماښام شاوخوا یولس بجي وې، د طیارو غږونه وو او وروسته یو لویه چاودنه وشوه، او د کور کړکۍ او دروازې مو ماتې شوې.»

د پېښې بل شاهد، ښادي خان زیاتوي:«د کاونډي په کور کې مو بم لویدلی و او زموږ د ګاونډي د کور پنځه تنه مړه شول او پنځه تنه ټپیان شول.»

خو د هلمند والي وايي د پيښي د څرنګوالي په اړه يي پلټني پیل کړي دي، خو تر اوسه دا په ډاګه نده چي دغه ملکي وګړي څه ډول وژل سوي دي.

د هلمند والي، عبدالنبي الهام وايي:«موږ چې تر اوسه کوم معلومات تر لاسه کړي دي د بشران په سیمه کې پنځه تنه وژل شوي او پنځه تنه ټپیان شوي دي. اما تر اوسه دا معلوم نده چې ایا دغه کسان په بمبار، راکیټ لګېدو او یا هم په ماین چاودنه کي وژل شوي دي. موږ په دې اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي او وروسته به معلومات شریک کړو.»

بل خوا د هلمند ولایتي شورا تایید وي چي دغه ملکي وګړي د هوايي برید په پایله کي وژل سوي دي، خو د جګړې پر ښکیلو غواړو د ملکي وګړو ژوند ته پر نه پاملرني نیوکه کوي.

د ولایتي شورا رییس، عطاالله افغان زیاتوي:«‎په جګړه کي تل ملکي کسان قرباني شوي دي او دا ځیني وخت د امنیتي ځواکونو له لوري او کله هم د طالبانو له لوري، خو موږ پر دواړو لوریو ږغ کوو‎، تر څو د ملکي کسانو د وژنې لاس واخلي.»

د هلمند ولایت یو شمېر اوسېدونکو د لښکرګاه ښار لسمې حوزې بُشرانو سیمه کې د ملکي کسانو جسدونه د اعتراض په ډول د والي دفتر مخې ته راوړي و

شریک یي کړئ