د هرات ولایت غوریانو ولسوالۍ امنیه قومندان، نقیب الله سلطانزی له درېیو سرتېرو سره د طالبانو برید پایله کې ژوند بایللی دی.
د هرات ولایتي شورا غړی، محمدسردار بهادري څرګندوي چې طالبانو تېره شپه(پنجشنبې د مرغومې په ۱۸مه نېټه) د غوریانو ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ برید کړی او پایله کې یې څلور سرتېري ټپیان شوي هم دي.
نوموړی وايي چې برید کې لسګونه طالبان ښکېل و، او نښتې څو ساعته دوام کړی دی.
د هرات سیمه ییزو مسوولینو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.