Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملي مصالحې شورا مشرتابه کمېتې غونډه؛ د مذاکراتو لارښود تایید شو

د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي چې د دغې کمېټې د مشرتابه کمېټې په څلورمه غونډه کې چې نن شنبې (د مرغومې په ۲۰مه) جوړه شوه، ګډونوالو د سولې مذاکراتو دویم پړاو لارښود تایید کړ.

د ملي روغې جوړې عالي شورا په اعلامیه کې راغلي دي چې ټاکل شوې ده نن د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو د مرکچي پلاوی ترمنځ د سولې مذاکراتو دویم پړاو پيل شي.

ټاکل شوې وه چې دغه مذاکرات د تېرې اوونۍ د چهارشنبې د مرغومې په ۱۶مه پیل شي. خو د پنجشنبې په ماښام پلاویو پيلنۍ غونډه جوړه کړه او وې ویل چې د دواړو لوریو کاري کمېټې به د شنبې په ورځ د مذاکراتو رسمي کارونه پیل کړي.

د سولې مذاکرات د یوې درې اوونیزې وقفې او ځنډ وروسته پیل شول. د سولې مذاکراتو لومړي پړاو چې ۹۳ ورځې یې دوام وکړ د لیندۍ په ۲۴مه ودرول شول.

عبدالله عبدالله په نننۍ غونډه کې وویل چې هیله لري د مذاکراتو دویم پړاو د مهال وېش په مطابق مخته ولاړ شي.

هغه همدارنګه زیاته کړې  چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی، د مذاکراتو د اجنډا په هکله په بشپړه توګه صلاحت او واک لري.

د دې ټولو سربېره، د ملي روغې جوړې عالي شورا د سولې مذاکراتو د لارښود په هکله جزییات نه وررکوي چې له کومې منځپانګې سره یې دا لارښود تایید کړی دی. 

شریک یي کړئ