Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې چاودنې د عامه ساتنې ملي تصدۍ د ویاند په ګډون درې تنه وژلي

کابل کې یوې چاودنې د عامه ساتنې ملي تصدۍ د ویاند ضیا ودان په ګډون درې تنه وژلي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه چاودنه نن سهار ۸:۳۰ (یکشنبې د مرغومې په ۲۱مه) د کابل په کارته نو سیمه کې رامنځته شوه. ویل کېږي چې ماین د عامه ساتنې د ملي تصدۍ د ویاند په لېږدونکي موټر کې ځای پر ځای شوی و.

په دغې چاودنه کې یو بل کس ټپي شوی هم دی.

له دې مخکې یوې امنیتي سرچینې وویل چې په دغې چاودنه کې درې تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

خو د کورنیو چارو وزارت طالبان د دغې چاودنې مسوول ګڼي.

ولسمشر غني دغه چاودنه غندلې او هغه یې د انسانیت پر ضد او د اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې ګڼي.

د ولسمشرۍ مانۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي:«د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتوالی د دې ښودنه کوي چې دغه ډله د سولې له روحیې سره په مخالفت کې، د بې ګناه خلکو د وژلو او عامه تاسیساتو ته د زیان رسولو په لټه کې دي.» 

د کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه چاودنه نن سهار ۸:۳۰ (یکشنبې د مرغومې په ۲۱مه) د کابل په کارته نو سیمه کې رامنځته شوه.

شریک یي کړئ