د نیمروز د ولايتي شورا رییس باز محمد ناصر وايي چې د دغه ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې ۱۸ ولسي وګړي وژل شوي دي.
د هغه په وینا، دغه هوايي برید تېره شپه (شنبې د مرغومې په ۲۰مه) د منظري په کلي کې شوی دی.
هغه زیاتوي چې د پېښې په ځای کې د طالبانو یو پټن ځای هم په نښه شوی دی؛ خو د طالبانو له مرګ ژوبلې جزییات په واک کې نشته.
ورته مهال د قرباینانو خپلوانو په دغه برید کې د وژل شویو کسانو مړي له خاشرود ولسوالۍ څخه نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار ته راوړي دي او د عدالت غوښتونکي دي.
په دغه هوایي برید کې اته ماشومان، درې ښځې او دوه سپین ږیري سړي وژل شوي دي.
د دغه هوایي برید د قربانیانو خپلوان د حکومت له لوري د دې پېښې د څېړلو او عاملانو ته یې د سزا ورکولو غوښتنه کوي.
د نیمروز دولتي او امنیتي چارواکي د دې پېښې په تړاو ځواب ویلو ته حاضر نه دي. خو د ۲۱۵ میوند قول اردو وایي چې د افغان هوایي ځواکونو بریدونه د لویې لارې په اوږدو کې په خاشرود ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه ګمرک شوي دي چې په پایله کې یې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
بل خوا د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي ویلي دي چې په دغه هوایي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څورلس تنه ملکیان وژل وژل شوي دي.