Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نیمروز کې د هوايي برید د قرباینانو له کورنۍ سره د ولسمشر خواخوږي

ولسمشرۍ ماڼۍ نن په یوه پیغام کې ویلي دي چې ولسمشر غني په نیمزوز کې د هوايي برید د قربانیانو له کورنۍ د دغه ولایت له مشرانو او خلکو سره د هوايي برید په پایله کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې له امله خواخوږي څرګنده کړه

ولسمشر غني په دغه پیغام کې ویلي دي:«طالبان او ټولې ترهګرې دلې چې د خلکو له کورونو او عامه ځایونو د ډال په توګه استفاده کوي، د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې اصلي عامل دي او ملکي مرګ ژوبله د جګړې له بدبختیو له امله دي چې زما او ټولو حکومتي چارواکو ته د منلو او زغم وړ نه دي.»

له دې مخکې ملي دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د شنبې پر شپه د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ په برید کې د ۹ پاکستاني ترهګرو او پنځو طالبانو په ګډوڼ ۱۴تنه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.

دغه وزارت همدارنګه ویلي دي چې په دغه برید کې ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې ادعا به وڅېړل شي.

د نیمروز د ولايتي شورا رییس باز محمد ناصر وايي چې د دغه ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې ۱۸ ولسي وګړي وژل شوي دي.

د هغه په وینا، دغه هوايي برید تېره شپه (شنبې د مرغومې په ۲۰مه) د منظري په کلي کې شوی دی.

هغه زیاتوي چې د پېښې په ځای کې د طالبانو یو پټن ځای هم په نښه شوی دی؛ خو د طالبانو له مرګ ژوبلې جزییات په واک کې نشته.

ورته مهال د قرباینانو خپلوانو په دغه برید کې د وژل شویو کسانو مړي له خاشرود ولسوالۍ څخه نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار ته راوړي دي او د عدالت غوښتونکي دي.

په دغه هوایي برید کې اته ماشومان، درې ښځې او  دوه سپین ږیري سړي وژل شوي دي.

د دغه هوایي برید د قربانیانو خپلوان د حکومت له لوري د دې پېښې د څېړلو او عاملانو ته یې د سزا ورکولو غوښتنه کوي.  

د نیمروز دولتي او امنیتي چارواکي د دې پېښې په تړاو ځواب ویلو ته حاضر نه دي. خو د ۲۱۵ میوند قول اردو وایي چې د افغان هوایي ځواکونو  بریدونه د لویې لارې په اوږدو کې په خاشرود ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه ګمرک شوي دي چې په پایله کې یې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

 بل خوا د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي ویلي دي چې په دغه هوایي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څورلس تنه ملکیان وژل وژل شوي دي.

ولسمشر غني وايي چې ملکي مرګ ژوبله د جګړې له بدبختیو له امله دي چې زما او ټولو حکومتي چارواکو ته د منلو او زغم وړ نه دي.

شریک یي کړئ