Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې مذاکراتو دویم پړاو؛ تراوسه هېڅ ډول پرمختګ نه دی شوی

د افغانستان اسلامي جمهوریت په مرکچي پلاوي کې سرچینې د سولې مذاکراتو د اجنډا په هکله توحید ډېر وخت نیوونکی ګڼي او وايي چې په تېرو درې ورځو کې هېڅ یو لوری له خپلو دریځونو په شا شوي نه دي.

دغه سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی غواړي چې لومړی د اوربند په هکله بحث وشي، خو طالبان بیا وايي چې د راتلوونکي نظام په هکله له هوکړې وروسته، پر اوربند به بحث پيل کړي.
              
پخوانی طالب قومندان سید اکبر آغا وايي:«که چېرې اسلامي نظام تایید شي اوربند ته اړتیا نشته، په هماغه ورځ اوربند عملي کېږي.»

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني هم وویل:«پارلمان د سولې بهیر تعیبوي او د هر ډول معاملې په وړاندې به ودرېږي.»

له قطره رارسېدلی خبر وایي چې نه طالبان حاضر دي چې په لومړي سر کې د اوربند په تړاو هوکړه وشي او نه هم د افغانستان د اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی حاضر دی چې په لومړي سر کې د راتلوونکي نظام په تړاو هوکړه وشي.  

د افغانستان د سولې او ژغوزنې د شورا رییس ګل رحمان قاضي څرګندوي:«طالبان وايي که چېرې له حکومت مخکې پر اوربند هوکړه وشي ښايي چې د مذاکراتو په نورو پړاونو کې ستونزې رامنځته شي او طالبان نه غواړي چې پر نظام له هوکړې مخکې د اوربند په هکله هوکړه وکړي.»

خو د ملي روغې جوړې عالي شورا ډاډ ورکوي چې د مذاکراتو د اجنډا د توحید په تړاو د یوې حل لپاره د پیدا کولو لپاره مشورې روانې دي.
 
د ملي روغې جوړې د عالي شوار ویاند فریدون خوځون وايي:«د اجنډا د توحید لپاره بحثونه پیل شوي دي او هیله ده چې په دغه پړاو کې چې د افغانستان د خلکو لپاره یوې مطلوبې پایلې ته ورسېږو.»

د سولې مذاکراتو کې د اجنډا د توحید په تړاو د بحثونو احتمالي اوږدېدل په داسې حال کې مطرح کېږي چې دواړه لوري توانېدلي دي؛ په درې میاشنتیو بحثونو کې د سولې مذاکراتو د پېلېدو پر کړنلاره سره سلا شي.

درېیمه ورځ ده چې په قطر کې د دواړو لوریو د پلاویو کاري ډلو د مذاکراتو د اجنډا د توحید په تړاو خپل کارونه پېل کړي دي.

شریک یي کړئ