Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'ارګ کې د پالیسۍ او سټراټېژۍ بنسټ جوړول د قانون پر خلاف دي'

د ولسي جرګې دفاعي کمېسیون وايي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو اداره له قانون سره په ټکر کې د «د پالیسۍ او سټراټېژۍ» په نامه برخه په خپلو تشکیلاتو کې اضافه کړې ده او دغه بنسټ د تدارکاتي کارکړنو پر خلاف د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو د غوښې تړونونه لاسلیک کړي دي.

د دغه کمېسیون رییس وايي چې دغه اداره د ملي تدارکاتو له ادارې سره په موازي تګه کار کوي او د غوښې تړوني شرکت له ډېر لګښت سره د دولتي ځواکونو جزوتامونو ته لېږدوي. 

د ملي دفاع وزارت د لوژسټيک او د پېرلو د برخې مسوولان د ملي دفاع وزارت د غوښې د پېرولو د تړون او جزوتامونو ته د غوښي د لېږد د څرنګوالي په تړاو د سه شنبې پر ورځ  دولسي جرګې دفاعي کمېسیون ته بلل شوي وو.

د دغه کمېسیون غړي وایي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې په اډانه کې د پالیسۍ او سټراټېژۍ په نوم یوه اداره جوړه شوې ده چې کار یې د ملي تداکارتو له ادارې سره  موازي دی او دې ادارې په لومړي ګام کې له یوه شرکت سره  په خورا ډېرو پېسو د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو جزو تامونو ته د غوښې د لېږد تړون لاسلیک کړی دی.
 
د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون رییس میر حیدرافضلي په دې اړه وویل:«د چارو په اداره کې د «پالیسۍ او سټراټېژۍ» په نامه په یوه بله اداره جوړه کړې ده چې قانوني ځایګۍ نه لري دغې ادارې ولسمشر ته طرحه استولې ده چې ګواکې غواړي تصدۍ فعالې کړي او د ټولو تدارکاتي کړنلارو پر خلاف د دفاع وزارت غوښې تړون یې کړی دی.»

د ولسي جرګې غړی کرام الدین رضازاده وویل:«هغه سنګرونه چې لېرې دي هغوی ته نه غوښه رسېږي نه هم مېوه حتا وچه ډوډۍ هم په ډېرې سختۍ سره پيدا کوي.»

د هغو شرکتونو د حقوقي برخې مسوول چې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د غوښې د برابرولو لپاره داوطلب و، وایي چې د غوښې د برابرولو بیه چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو په ادارې پورې اړوند  دغه تړوني شرکت وړاندیز کړې ده، ډېره او ان د داوطلبو شرکتونو دوه برابره ده.
   
د داوطلبو شرکتونو د حقوقي برخې مسوول روح الله سخي زاده وايي:«دوی د پسه غوښې تړون ۴۷۰ کړی دی نورو شرکتونو ۲۸۰ کړی وو.»

بل خوا د ملي دفاع وزارت د لوژسټيک او پېرل برخې مسوول وایي چې دوی د دغه تړون له څرنګوالي او له دې چې قراردادي شرکت په کومه بیه د ملي دفاع وزارت کارکوونکو ته غوښه لېږدوي ؛ خبر نه دي.

د ملي دفاع وزارت د توکو د پېرودلو د برخې رییس حشمت الله لطیفي څرګندوي:«د هېواد ټولې تصدۍ باید په خپل کنټرول کې کړي یعنې تړونونه د هغوی له لوري له تفاهم سره شوی دفاع وزارت په دې کې دخیل نه وو.»

د ولسمشر د ویاند مرستیاله فاطمه مورچل بیا وايي:«دغه اداره د پېرلو په برخه کې رول نه لري د قانون په مطابق پېرنې د ملي تدارکاتو کار دی.»

ټاکل شوې ده د راتلونکې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د دفاع وزارت او د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې چارواکي دولسي جرګې دفاعي کمېسیون ته راوبلل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه