Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسن: امریکا د "مؤقت حکومت" ملاتړی پلوی نه دی

کابل کې د امریکا متحده ایالاتو شارژدافیر، راس ولسن وايي چې هېواد یې افغانستان کې د "مؤقت حکومت" پلوی نه دی.

هغه نن(چهارشنبه د مرغومې۲۴مه نېټه) پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي دي چې :«موږ د یوه موقت حکومت پلوي نه ده کړې او امریکا د یوه موقت حکومت طرفداره نه ده.‎»

هغه زیاته کړې چې:«د سولې د خبرو پایله پر افغانانو پورې  تړلې دي او موږ باور لرو چې دا پایلې د افغانستان د خلکو هیلو ښکارندويي وکړي.»

د ښاغلي راس ولسن په وینا چې د سولې په تړاو یې د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد سره خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې چې :«دوحه کې د سولې خبرو چټکتیا اړتیا په تړاو یې له خلیلزاد سره لیدلي، نظرونه او اندېښنې مو پوښتلي دي او دغو خبرو ته به دوام ورکړو.»

کابل کې دغه امریکايي ډپلوماټ وايي هېواد یې هغې سیاسي هوکړې ته ژمن دی چې په کې د تېرو ۱۹ کالو لاسته راوړنې وساتل شي.

او در ادامه می‌گوید که امریکا به یک توافق سیاسی که در آن دستاوردهای ۱۹ سال گذشته حفظ شوند، متعهد است.

مؤقت حکومت

هغو سیاسي څېرو ته نږدې کسان چې خلیل زاد په خپل وروستي سفر کې له هغوی سره لیدلي دي، د دې پخلی کوي چې ښاغلي خلیل زاد له هغوی سره د لنډ مهالي حکومت د جوړېدو پر طرحې خبرې اترې کړې دي.

دغه سیاستوالان وايي چې ښاغلي خلیلزاد په دغو لیدنو کې درې طرحې مطرح کړې دي؛ لومړنۍ طرحه، د اوسني حکومت دوام او په دغه حکومت کې د طالبانو شاملول، دویمه طرحه د طالبانو یوه حکومتي جوړ کې د حکومت شریکول او درېیمه طرحه هم د لنډمهالي حکومت جوړېدل وو.

زلمی خلیل زاد چې تېره اوونۍ کابل ته راغی، له عبدالله عبدالله، عبدرب الرسول سیاف، حامدکرزي، محمد حنیف اتمر او حمدالله محب سره کتنې لرلې دي.

ښاغلی خلیل زاد چې درې ورځې په کابل کې پاتې شو؛ د هېواد له دغو سیاستوالو سره یې د راتلونکي حکومت د جوړېدو د څرنګوالي په تړاو درې طرحې شریکې کړي او د همدغو درېیو طرحو په تړاو یې د سیاستوالو نظرونه راټول کړي دي.

حامد کرزي ته نږدې کس ګل رحمان قاضي وویل:"درې ټاکنې وې یو همدا حکومت دې وي او طالبان دې له هغه سره یو ځای شي، دویمه طرحه دا چې دغه حکومت له طالبانو سره یوځای شي چې دواړه غوراوي د افغانستان او د نړیوالې ټولنې لپاره د منلو وړ نه دي او درېیمه طرحه هم د لنډ مهالي حکومت جوړېدل دي چې ټول ګډونه بڼه ولري."

عبد رب الرسول سیاف ته نږدې کس میرویس غیاثي هم وايي:"ښاغلي خلیلزاد د افغانستان د سیاست له مشرانو سره ځينې مسایل مطرح کړل چې د راتلوونکي نظام د بڼې په اړه مطرح کړي دي."

خو ولسمشر غني د ښاغلي خلیل زاد په دې سفر کې حاضر نه شو چې له نوموړي سره وګوري.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش څرګندوي:"لنډ مهالی حکومت په هغو شرایطو کې مطرح کېږي چې د بې نظامۍ له حالته یوه نظام لرونکي حالت ته لېږد کوو، خو موږ دا ډول څیز ته اړتیا نه لرو."

ولسمشر غني د امریکا له سي ان ان خبري شبکې سره په مرکه کې د لنډمهالي حکومت د طرحې په غبرګون کې د ټاکنو له لارې د واک پر لېږد ټینګار وکړ.

ولسمشر محمد اشرف غني ویلي و:"زما بنسټيزه موخه دا ده چې واک د خلکو په خوښه او ګټه خپل منتخب ځای ناستي ته وسپارم او دا چاره موږ ته دا توان راکوي چې د افغانستان د خلکو  قرباینو ته درناوی وکړو، خو دا باید څرګنده شي چې د افغانستان خلک نه غواړي شاته ساتنه شي. طالبان د افغانستان پر خلکو خپلې غوښتنې نه شي تحمیلولای."

د لنډمهالي حکومت د جوړېدو په تړاو د بحثونو راپورته کېدل، په مشرانو جرګې کې هم له غبرګونونو سره مخ شوي دي.    

د مشرانو جرګې غړی اکبر ستانکزی وايي:"لنډمهالی حکومت یو خیال دی او د هغو کسانو له خوا مطرح کېږي چې له واکه بهر کړل شوي دي."

سناټوره ګلالۍ اکبري هم څرګندوي:"لنډمهاله حکومت د افغانستان خلکو پورې اړه لري، د افغانستان د خلکو په پرېکړې او د افغانستان د خلکو په نظریاتو پورې اړه لري."

طالبان نه غواړي چې په رسمي توګه د لنډمهالي حکومت د جوړېدو  په تړاو څه ووايي، خو د راتلونکي نظام د جوړېدو په تړاو بحثونه په دې پړاو مذاکراتو کې له خپلو لومړیتوبونو بولي.

کابل کې د امریکا شارژدافیر، راس ولسن وايي هېواد یې هغې سیاسي هوکړې ته ژمن دی چې په کې د تېرو ۱۹ کالو لاسته راوړنې وساتل شي

شریک یي کړئ