Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د یما سیاووش وژنې په تړاو د سپناوي غوښتنه

د هلمند او هرات ولایتونو یو شمېر خبریالان او د مدني ټولنې فعالانو د یوه شکایت لیک په لاسلیکولو سره د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتنه کړې چې افغان حکومت د یما سیاوش د وژنې په تړاو ځواب ویلو ته حاضر کړي.

خبریالان او د مدني ټولنې فعالان وايي د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید یوه بې پرې نړیواله تخنیکي ډله جوړه کړي تر څو د مرکزي بانک ثبت شوي فلمونه او د امنیتي کمرو تصویرونه و څېړي.

دوی د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یوه شکایت لیک په لاسلیکولو سره له دغې شورا غوښتي چې، د عدالت ټينګښت او د یما سیاوش د وژنې د دوسیې روښانتیا په برخه کې افغان حکومت ځواب ورکړې ته اړ کړي.

له دې سره سم، د هرات یو شمېر خبریالانواو د مدني ټولنې غړي هم دلته د خبریالانو او د مدني ټولنې د غړو د موخه ییزو وژنو د څرنګوالي د روښانه کېدو په موخه دلته د اعتراض کېږدۍ درولې ده.

مدني فعال:«د عدالت لپاره هېچا هم غږ نه دی پورته کړی، نه ما چې وراره مې شهید شوی او خوریی مې شهید شوی دی.»

دوی هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه ورته شکایت لیک کې له دغې شورا غوښتي چې، په افغانستان کې د خبریالانو او د مدني ټولنې د لارویانو د وژنې څرنګوالی باید په کره او هر اړخیزه توګه وڅېړي.

هرات کې د یوه ټلویزیون مسوول، سید زبیر وايي:«حکومت زموږ غږ ته مثبت ځواب نه دی ویلی او موږ غواړو چې نړیوالو بنسټونو ته غږ ورسوو.»

خبریال، حید کامیار زیاتوي:«موږ هېواد کې خپل غږ پورته کړ، خو چا نه اورېدو او اوس د عدالت غږ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته رسوو.»

له دې سره سم، کورنیو چارو وزارت په کابل کې د ماین اېښودو او د موخه ییزو وژنو په تور د دوو کسانو له نیولو خبر ورکړی دی.

په ماین اېښودون تورن، شبیر احمد وايي:«زما ورور وزیر احمد چې په مسلمیار مشهور دی، د طالبانو قومندان دی، له دېرشو تر پنځوسو کسان لري.»

په ماین اېښودو بل تورن، ریاض احمد زیاتوي:«یوه نیمه میاشت مخکې یې ماین راکړ چې کابل ته یې ویسم، له کوره مې لیري خښ کړی و، راته یې وویل چې په دوه ویشتم تاریخ یې رنجر یا ټانک لاندې یې کېږدي بیا نور خپله کار کوي.»

په هېواد کې له تېرو نېږدې درېیو میاشتو راهیسې د یماسیاوش په ګډون ۵ خبریالان او د مدني ټولنې ۳ غړي په موخه ییزو وژنو کې وژل شوي دي.
 
شریک یي کړئ