یوه امنیتي سرچینه د بغلان ولایت چشمه شېر سیمه کې د پنځو افغان سرتېرو له ژوند بایللو خبر ورکوي.
دغه سرچینه نن(پنجشنبې د مرغومې په ۲۵مه نېټه) وايي چې طالبانو تېره شپه یاده سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستې برید کړی چې په کې د پوځ پنځه سرتېري ټپیان هم دي.
د سرچینې په حواله طالبانو له بریدله وروسته د افغان ځواکونو دوه ټانکونه هم له ځانه سره وړي دي.
سیمه ییزو مسوولین په دې تړاو څه نه دي ویلي.