د پوهنې وزارت سرپرستې، رنګینه حمیدي د دغه وزارت ۱۱سلاکاران له دندو ګوښه کړي دي.
یو شمېر دغه سلاکاران وايي په داسې حال کې چې دوی د پوهنې په وزارت کې د بستونو د کمولو په پلمه له دندو ګوښه شوي، خو وايي رنګینه حميدي هغې ته نېږدې نور کسان د دوی پر ځای د پوهنې وزارت د سلاکارانو په توګه ټاکلي دي.
د پوهنې وزارت ګوښه کړی شوی سلاکار، غلام دستګیر منیر وايي:«اوس په پوهنې وزارت کې مېرمن رنګینه حمیدي یو سلیقوي، عقده يي او سیاسي چلند کوي.»
بل ګوښه کړی شوی سلاکار، عظیم الحق عظیمی زیاتوي:«ځیني رییسان اړ شول چې استعفا ورکړي، یوولس سلاکارانو ته چې په تشکیل کې دي ځواب ورکړل شوی دی پرته له دې چې چې قانون ته مراجععه وکړي.»
د پوهنې وزارت دغه ګوښه کړای شوي سلاکاران زیاتوي، ټاکل شوې د دغه وزارت ۱۴۰۰ نور کارکوونکي هم له خپلو دندو ګوښه کړای شي.
د پوهنې وزارت ګوښه کړی شوی سلاکار، عبدالغفار اخلاص څرګندوي:«هغه څه چې د پوهنې وزارت سرپرسته او همکاران یې چې له څلورو ډېر نه دي، ترسره کوي، غچ اخیستونکی لید دی، د هغه څه پر وړاندې چې ولسي جرګې یې پر وړاندې وکړل.»
رنګینه حمیدي چې د پوهنې وزارت د نوماندې په توګه ولسي جرګې ته د تایید رایې اخیستو په موخه معرفي شوې وه، نو یادې جرګې هغې ته رایه ورنکړه، خو بیا هم د پوهنې وزارت د سرپرستې په توګه خپلو کارونو ته دوام ورکوي.
حقوق پوه، روح الله سخي زاده په دې اړه داسې بیانوي:«د اداراتو سرپرستان او وزارتونو سرپرستان په هېڅ وجه د مقرریو، ګوښه کولو او انفکاک واک نلري او هر ډول کار یې د قانون خلاف دی.»
پوهنې وزارت بیا وايي، د دغه وزارت په تازه تشکیلاتو کې د سلاکارانو بستونه درېیو کسانو ته راکم شوي دي.
په همدې حال کې د پوهنې وزارت ویاند، نجیبه ارین وايي:«هېڅ ډول سیاسي او سلیقوي چلند مسله نشده، او یوازېنۍ لامل یې د تشکیلاتي تراکم مخنیوی او د انسجام رامنځته کول دي.»
د پوهنې وزارت سرپرستې تر دې مخکې ویلي چې، په دغه وزارت کې یې د کار له پیله مخکې ۷ زره سلاکاران وو په داسې حال کې چې، د دغه وزارت ګوښه کړای شوي سلاکاران وايي، د پوهنې وزارت په ټول اداري تشکیلاتو کې ۴ زره کسان دي.