Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندز کې د طالبانو بریدونو پایله کې ۱۳ تنو ژوند بایلود

د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو بریدونو پایله کې ۱۲ افغان سرتېرو او یوه ملکي کس ژوند بایللی دی.

د کندز ولایتي شورا غړی، رباني رباني نن(جمعه د مرغومې په ۲۶مه نېټه) وايي چې دغو بریدونو کې ۱۲ سرتېري او یو ملکي کس ټپیان شوي هم دي.

د مالوماتو له مخې دغه بریدونه تېره شپه شاوخوا یوولس بجې د امام صاحب اورته بز سیمه کې پیل شوي دي.

تر اوسه نښته کې، طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې له تړاو څه نه دي ویل شوي.

په همدې حال کې یوه سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې د افغان ګډون ځواکونو پر پوستې د برید پایله کې دغه پوسته نسکوره شوې، لسو  افغان سرتېرو ژوند بایللی او کابو پنځلس نور ټپیان دي.

سیمه ییزو مسوولینو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ