Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ډرون سره د طالبانو بریدونه؛ د ارګ پر حریم د ډرون الوت بند شو

له ډرونه په استفادې د طالبانو  د بریدونو زیاتوالي، حکومت یې دې ته اړ کړی چې په رسمي توګه، د ولسمشرۍ ماڼۍ په شاوخوا او حریم کې د ډرون کمرو الوت ممنوع کړي.

د حکومت د رسنیو مرکز رسنیو ته د یوه لیک په استولو سره، ګواښ کړی که چېرې ډرون کمرې د ارګ په فضا ولیدل شي، د ولسمشرۍ ماڼۍ امنیتي ځواکونه به هغه له منځه یوسي.

تر ټولو نوې پېښې چې په کندوز کې د پامیر ۲۱۷ قول اردو، له ډورنه په استفادې د طالبانو د برید ښکار شوې ده. په هغه ولایت کې چې هم مهاله په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه بل برید کې، ۱۳ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او دولس تنه نور یې ټپيان شوي دي.

د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي په دغې ولسوالۍ کې د اناامنیو له زیاتوالي اندېښمن دي:«امام صاحب د جګړې په اصلي اډې بدل شوی؛ امام صاحب په دویم وزیرستان بدل شوی دی.»

د کندوز بل اوسېدونکی هم څرګندوي:«د دې شاهد وو چې تېره ورځ هم د ۲۱۷ پامیر قول اردو، پر سر د طالبانو الوتونکې کمرې پر الوت وې.»

له الوتونکو کمرو پر استفادې د طالبانو د بریدونو زیاتوالي خورا زیاتې اندېښنې راپارولې دي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت او استخباراتو کمېسیون رییس خان اغا رضايي وايي:«کابو ۳۰ کیلوګرام وزن پورته کوي، هم کمره لري او هم کولای شي چې د اوږې د سر راکټ مرمۍ هم ولېږدوي چې شارتکي دي او فیر کوي.»

کابو دوه میاشتې مخکې، په پلازمېنه او ځينو ولایتونو کې ځينو چارواکو، له طلوع نیوز سره په خبرو اترو کې له الوتونکو کمرو (ډرون) په استفادې پر ځينو بنسټونو او پوځي مرکزونو د طالبانو له بریدونو پرده پورته کړې ده.

هغه مهال د ملي امنیت شورا وویل چې د داشان بریدونو له امله د مهمو برخو د زیانمنۍ د مخنیوي لپاره، تابیاوې نیول شوې دي. 

تر ټولو نوې پېښې چې په کندوز کې د پامیر ۲۱۷ قول اردو، له ډورنه په استفادې د طالبانو د برید ښکار شوې ده.

شریک یي کړئ