Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل: د امریکايي ځواکونو کمښت پر امنیتي وضعیت منفي اغېزه نه لري

 افغان حکومت په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د کمښت په غبرګون کې وايي چې دا کاربه د افغانستان پر امنیتي وضعیت منفي اغېزه ونه لري.

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي چې ملي پوځ په خپلواکه توګه له ترهګرو سره د مخامخ کېدو وس لري.
  
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی هم وویل:«د افغانستان زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه کابو سل په سلو کې په خپلواکه توګه په افغانستان کې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کوي او د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په برخه کې له اړینو وړتیاوو برخمن دي.»  

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وايي:«د امریکايي ځواکونو کمښت د افغانستان پر جګړې ډېره اغېزه نه لري.»

په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو د ځواکونو د شمېر له کمېدو سره د کانګرس له مخالفتونو سره سره، پنټاګون په هېواد کې د خپلو سرتېرو شمېر  ۲۵۰۰ ته راکم کړی دی.

د امریکا دفاع وزارت سرپرست وایي چې که څه هم د پاتې ځواکونو د وتلو لپاره به د روان زیږدیز کال تر مې میاشتې پلانونه وشي، خو د کموالي په تړاو هر ډول پرېکړه به تر ډېره د افغانستان وضعیت ته په کتو وشي.
 
د امریکا د دفاع وزارت سرپرست کرسټوفر مېلر وویل:«د امریکايي ځواکونو کموالی د افغانستان د سولې بهیر له دوام د امریکا د ملاتړ ښودنه کوي او د طالبانو - امریکا هوکړه لیک او د امریکا - افغانستان ګډې اعلامیې ته د امریکا ژمنتیا ښيي. په داسې حال کې چې پنټاګون د ۲۰۱۲ زیږدیز کال تر مې میاشتې پورې صفر ته د ځواکونو د کمولو پلانونه کوي، د نورو ځواکونو کمېدل به د شرایطو پر بنسټ وي.»

له دې سره هم مهاله ناټو ویلي دي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او مشورې ورکولو ماموریت ته دوام ورکوي او له افغانستانه به د وتلو په تړاو اګاهانه پرېکړه وکړي.

خو د افغانستان د پوځ دا پخوانی چارواکی په افغانستان کې د سولې تر ټینګښت مخکې د بهرنیو ځواکونو وتل اندېښمنوونکي بولي.
 
پخوانی لوی څارنوال شریف یفتلي څرګنده کړه:«دوی باید هغو ژمنو ته چې کړې یې دي، د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو لوژستیکي، مالي او اقتصادي ملاتړ وکړي او بالاخره که چېرې اړتیا کېږي هوايي ملاتړ وکړي چې په افغانستان کې سوله ټينګه شي.»

امریکایي ځواکونو شاوخوا دوه لسیزې وړاندې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره افغانستان ته راغلل. په دغه هېواد کې د امریکایي ځواکونو شمېر د جورج بوش د ولسمشرۍ پر مهال تر ۳۰زرو ورسېد او دا شمېر تر ۲۰۰۹ زیږدیز کاله د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال شاوخوا ۱۱۱ زو تنو ته زیات شو.

خو د دغو ځواکونو د کمېدو بهیر په ۲۰۱۰ز کال کې د افغانستان د وضعیت له څېړلو وروسته پېل شو.
                
پخوانی پوځي عتیق الله امرخېل وايي:«تر هغې چې یو هېواد پر خپلو پښو ونه درېږي او د مسوولیت احساس ونه کړي تل د دښمن ښکار دی. غوره کار دی چې نن ووځي.»

که څه هم له ۲۰۱۰ زیږدیز کال وروسته او د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر په پېلدو سره تر ۲۰۱۴ز کاله د دغو ځواکونو په شمېر کې کموالی او زیاتوالی راغی دی؛ خو د تېر کال په فبروري میاشت کې له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړه لیک له لاسلیک کېدو وروسته امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر له ۱۳ زرو تنو په څو پړاوونو کې ۲۵۰۰ ته کم کړی دی.

شریک یي کړئ