Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د دوحې مذاکرات؛ پلاویو نن کومه غونډه نه لرله

دوحې ته د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو پلاویو له سفر د ۱۱ ورځو په تېرېدو سره، لاهم د دواړو لوریو ترمنځ د اجنډا او سولې مذاکراتو برخلیک روښانه نه دي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوي غړی او په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وايي چې نن شنبې د دواړو پلاویو ترمنځ د سولې د اجنډا په هکله هېڅ غونډه ترسره نه شوه.
 
درې ورځې کېږي چې د سولې د مرکچي پلاویو ټول غړي له افغانستان او پاکستانه قطر ته رسېدلي دي، خو لا هم د مذاکراتو د اجنډا په تړاو هوکړې ته نه دي رسېدلي.
 
د افغانستان د ملي پېوستون د نهضت مشر اسحاق ګیلاني وايي:«موږ خپله واک یو اندازه له لاسه ورکړی دی. پردي چې موږ ته هر څه وايي موږ په هغه پسې ځو. زما په اند، که چېرې دغه وضعیت روان وي، موږ به هېڅکله د سولې څېښتن نه شو.» 

په کابل کې تمې دا وې چې د شنبې پر ورځ به په دوحه کې د مذاکراتو د اجنډا په تړاو جدي بحثونه پېل شي؛ ځکه له یوې خوا په هېواد کې تاوتریخوالي ډېر شوي دي او له بلخوا امریکا د امریکا او طالبانو د هوکړه لیک له مخې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کړی دی. د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند امریکا د دغه کار هرکلی کړی دی. 
 
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني په دې هکله وویل:«سوله بیه لري او موږ باید منطقي او لیدلوري او پخواني دریځ کې د بدلون بیې پرې کولو ته چمتو واوسو.»

د افغانستان د راتلونکي نظام پر څرنګوالي او په هېواد کې د اوربند پر ټینګښت هوکړه هغه تر ټولو مهمې مسلې دي چې تېره اوونۍ د دواړو لوریو د مرکچي پلاویو ترمنځ پرې بحث شوی دی.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري څرګندوي:«د  پلاوي غړو د اجنډا د عنوانونو د ترتیب او د لومړیتوب ورکولو په هکله خپل منځي غونډې لرلې دي او د راتلوونکي بحث لپاره بشپړ چمتووالی لري.» 

خو له دې ټولو سره سره د دواړو لوریو پلاوي ډاډ ورکوي چې په دې اوونۍ کې به د سولې مذاکراتو اجنډا توحید شي.

خو تر دې وړاندې طالبانو ته نږدې سرچېنو ویلي دي چې دا ډله له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو د جوبایډن حکومت پرېکړې ته په تمه ده او د دې پرېکړې له روښانه کېدو وروسته به د مذاکراتو بهیر په چټکۍ سره مخته یوړلی شي.

شریک یي کړئ