Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تښتول شوي بلخي ماشوم پلار د عدالت غوښتنې لپاره کابل ته راغلی

د تښتول شوي بلخي ماشوم پلار عبدالرحمان، د بلخ د والي د دفتر په وړاندې له کابو دوو میاشتو پرلت او اعتراض وروسته بالاخره د عدالت غوښتنې لپاره کابل ته راغلی. 

هغه وايي چې په دغې موده کې د هغه او د لسګونو تنو نورو غږ چې په دغه اعتراض کې یې د هغه ملتیا کوله، چا وانه ورېد او اړ شول چې کابل ته راشي.

د عبدالرحمان نهه کلن زوی عبدالرووف کابو درې میاشتې مخکې په مزارشریف ښار کې وتښتول شو. له هغه وخته تراوسه د هغه د ځای په هکله هېڅ ثبوت نشته.

د عبدالرووف پلار په کابل کې د ولسمشر له لومړي مرستیال امراالله صالح سره لیدلي دي. د دغه ماشوم خپلوان وايي چې ښاغلي صالح ژمنه کړې ده چې تر راتلوونکو پنځلسو ورځو به عبدالرووف د تښتوونکو له منګولو ازاد کړل شي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال د رسنیو د دفتر غړی احمد ضیا ورسجي وویل:«هڅې په شدت او قاطعیت سره دوام لري، خو د افغانستان امنیتي بنسټونو ځينو ثبوتونو لاسرسۍ موندلی چې په دوسیه کې د پرمختګ نښه ده.»

د نهه کلن ماشوم عبدالرووف له تښتول کېدو نږدې درې میاشتې وروسته ولسمشر غني خبرداری ورکړی دی چې که د بلخ ځايي چارواکي د دغه ماشوم د خوشي کېدو لپاره ژر تر ژره اقدام ونه کړي؛ له دندو به لېرې کړل شي.
           
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال څرګندوي:«ولسمشر په خپله د عبدالرووف د تښتولو موضوع تعقبوي او د بلخ چارواکو ته یې ګواښ کړی که چېرې عبدالرووف د تښتوونکو له منګولو ونه ژغوري او دوی د قانون منګولو ته ونه سپاري، باید له خپلو دندو استفعا وکړي.»

د ولسي جرګې غړی عبدالقیوم سجادي وویل:«له درې میاشتو وروسته کله چې ولسمشر فرمان صادروي او چارواکو ته ګواښ کوي، د دې ښودنه کوي چې دا کار د خلکو د غولولو لپاره دی نه د دندې د پېژندلو لپاره.»

د دغه ماشوم خپلوان خبرداری ورکوي که چېرې دا ماشوم د تښتوونکو له منګولو خوشي نه شي، د حیرتان بندر لار به وتړي او د خپل ماشوم د خوشي کېدو لپاره به له طالبانو مرسته وغواړي.
        
د تښتول شوي ماشوم خپلوان اسدالله وايي:«که چېرې دغه ژمنه عملي نه شي، هر کار چې د دغه قوم او د دغو خلکو له خوا ترسره کېږي، د هغه مسوولیت د حکومت په غاړه به وي.»

د بلخ والي فرهاد عظیمي هم زیاتوي:«هغوی له طالبانو سره هم په اړیکه کې دي او طالبانو هم په دې برخه کې کابو اته تر لسو تنو نیولي دي.»

بل خوا د هرات یو شمېر اوسېدونکي او استازي هم په دغه ولایت کې پر نورو ناامنیو سربېره د انسان تښتونو پر پېښو اندېښنه څرګندوي.

د هرات پولیس وايي چې سږکال انسان تښتوونکو اتلس تنه تښتولي دي چې له دې منځه پنځه تنه پولیسو راخوشي کړي دي او لس تنه د پېسو په بدل کې خوشي شوي دي او درې تنه نور لاهم د تښتونکو په بند کې دي.

شریک یي کړئ