د ملي مصالحې عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله له پخواني ولسمشر، حامد کرزي سره لیدنه کې د سولې دوهم دور خبرو، د سولې بهیر په تړاو ملي او نړیوالې اجماع باندې خبرې کړي دي.
د یادې شورا خبرپاڼې نن(دوشنبې د مرغومې په ۲۹مه نېټه) راغلي دي چې دواړو لورو هېواد کې د تاوتریخوالي پر کمښت ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د مرکچي پلاوي غړي، نادر نادري یکشنبې ماښام وویل چې مرکچي پلاویو ترمنځ ناسته ترسره شوه.
هغه پر ټویټر پانې ولیکلي چې دواړو لورو د اجندا په تړاو خبرې و کړې.
د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي کې سرچینې وايي چې د دغه پلاوي له ټینګار سره سره، څو ورځې کېږي چې طالبان نه حاضرېږي د مذاکراتو د اجنډا د توحید لپاره په غونډو کې ګډون وکړي.
د مذاکراتو د دویم پړاو له پېلېدو نهه ورځې تېرېږی ټاکل شوې ده چې د دغو مذاکراتو په پېل کې اجنډا توحید شي. خو په نهو ورځو کې دواړو لورو یوازې درې غونډې کړي دي او د مذاکراتو د اجنډا د یو کولو په برخه کې هم پرمختګ نه دی شوی.
د افغانستان اسلامي جمهوریت په پلاوي کې سرچینې طالبان مذاکراتو ته د نه حاضرېدو له امله په ناغېړۍ تورنوي؛ خو د طالبانو مرکچي پلاوی وایي چې دا ډله په خپلو کې په سلا مشورو بوخته ده.
د قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند مخکې له دې ویلي و چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمی خلیل زاد هم تېره ماښام په دوحه کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له رییس او مرستیال ملابرادر او د مرکچي پلاوي له مشر عبدالحکیم سره لیدنه لرلې ده.
تر دې وړاندې په قطر کې سرچینو ویلي وو چې د افغان سولې په تړاو د بایډن د سیاستونو نه روښانه کېدو او له هېواد نه د امریکایي ځواکونو د وتلو څرګنوالی په دوحه کې د طالبانو له لوري د مذاکراتو د پڅوالي له لاملونو بلل کېږي.
د دې ترڅنګ د هېواد کابو ۲۲ ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي او امریکا هم اعلان کړی چې تېرو ۱۸ کالو کې یې خپل سرتېري راکم کړي او اوس یې شمېر ۲۵۰۰ دی.